کرونا؛ په هېواد کي د ویروس له خپرېدلو سره د حکومت نوې پرېکړې

خبریال: فضل الله فضلي

تېره ورځ په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ۹۱۵ مثبتي پېښي ثبت سوې او د نن نوي مثبتي پېښي ۵۸۲ دي.
د تېرې ورځي مثبتي پېښي په هیواد کي د ویروس تر ټول وخت لوړ ثبت دئ.
د نن ۵۸۲ مثبتو پېښو د ثبت ترڅنګ ۶۸ تنه روغ سوي او ۱۸ تنه بیا له ویروسه مړه سوي دي.
له دې سره په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۱۹۵۵۱ ته ورسېدې، چي په دې شمېر کي ۱۸۳۰ تنه روغ سوي او ۳۲۷ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.

تراوسه په ټول هیواد کي څه کم ۴۶ زره د کرونا ویروس لپاره معاینې سوي دي.
نن د افغان حکومت د کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټې چي مشري یې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ترسره کوي، د وزیرانو شورا په شتون کي یې نوي پرېکړي وکړې.
ددې کمېټې یو لویه پرېکړه داوه، چي په هیواد کي ټول خصوصي او دولتي ښوونځي، پوهنتونونه او مدرسې تر ۳ نورو میاشتو پوري رخصت دي.

که چیري په دریو میاشتو کي په هیواد کي حالت کابو سي، نو بیا به د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د فعالیت لپاره سره راغونډيږي.
د عامي روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني وویل چي ټول خلګ باید لومړني روغتیايي او وقايوي تدابیر مراعت او عملي کړي.
همداراز د واده هوټلونه، ورزشي صالونونه او تفریحي پارکونه هم تر ۳ میاشتو پوري بند دي او ترڅنګ یې هر ډول لويي غونډي، مراسم او د خلګو پر یو ځای راټولېدو بندیز دئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي