مارچ 8, 2021

کورونا وایروس؛ په افغانستان کې د ځوانانو د زیاتې مړينې لامل

Advertisements
 ژباړه: نسیمه محمدي

د عامې روغتیا وزارت تاييد کړې، چې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ډېری مثبتې پېښې( ۵۲٪) د ۲۰- ۳۹ کلونو عمر لرونکو وګړو کې ثبت دي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې، (۶۰۲۹۸) زره نمونې راټولې شوي، چې له دې جملې (۲۶۸۷۴) مثبتې، (۶۱۵۸) جوړ شوي او (۵۰۴) تنه بیا مړه شوي دي. د نارینه‌‌وو رقم لوړ دی. ۷۳.۴٪ نارینه او ۲۶.۶٪ بیا ښځینه ناروغان جوړوي.
په افغانستان کې په کورونا وایروس د زیاتو ځوانانو اخته کېدلو علت د روغتیا وزارت له نظره د نفوس د برخه د ځوان پوړ په خاطر بولي.
تر اوسه په هېواد کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له امله ۴۸۴ تنه مړه شوي. په دې ډله کې ۸۰٪ ناروینه او ۲۰٪ ښودل شوی دی.
ډاکټر محمد جمال‌الدین احدي، د روغتیا وزارت د څار رییس وايي، چې زیاتره مړه شوي کسان د۵۰- ۶۹ کلونو ترمنځ عمر لري، چې د مړه شویو ۴۶.۷٪ جوړوي. د وزات په وینا په لوړ عمر کې مزمنې ناروغۍ په دې وګړو کې د مړینې اصلي لامل دی.
د ۴۸۴ مړه شویو له ډلې ۲۶٪ د زړه ناروغۍ او ۱۸٪ نورو بیا د شکر/ ډیابټ ناروغي لرله. همدارنګه د معلوماتو له مخې د بډوډو، ځیګر او تنفسي ناروغۍ هم د کورونا وایروس په مړه شویو پورې مربوط شوي دي.
روغتیاپوهان د ښځینه وو په نسبت د نارینه وو د زیات اخته کېدو لامل په عامه ځایونو کې د نارینه‌ وو زیات څرګندېدل او جنېټیکي دفاعي سیسټم یادوي.
په وروستیو څو ورځو کې د روغتیا وزارت د ناروغانو د مړینې د کچې د کمولو او د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې مبارزې لپاره، د دولتي روغتونو/ مراکزو سربېره، د خصوصي روغتونونو د دخیلولو پرېکړه کړې. د روغتیا وزارت اعلان کړه، چې د اړتیا له مخې د کورونا وایروس سره د مبارزې په لړ کې د دولتي خدمتونو ترڅنګ، باید خصوصي روغتونه هم کار پیل کړي. دا پرېکړه په داسې حال کې نیول کېږي، چې ورځ په ورځ د کوویډ- ۱۹ ناروغي پراخه او زیاتېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ