خوندیتوب ژوند بڼه کرونا

کورونا وایروس؛ د ماغزو د زیانمن کېدو نښې

ژباړه: نسیمه محمدي

شاید کوویډ- ۱۹ د یوې تنفسي ناروغۍ په توګه په پام کې ونیول شي، چې سمه هم ده، ځکه نوې کرونا وایروس د انسان په سږو برید کوي.

خو اوس د «اېټ ډېس» په حواله، څېړونکي او روغتیاپالان د دې مسئلې په لټه کې دي، چې کوویډ- ۱۹ ناروغي د انسان مغز هم ککړولی شي او په هر عمر کې د ستونزمنو عصبي ناروغیو لامل کېدای شي.

مغزي سکته یا دېته ورته نښې

که په درک او تکلم کې ستونزه، د مخ، لاس او پښو فلج یا بې حسې او یا په لید کې ناڅاپي ستونزه رامنځته کېږي، نو د روغتیاپال فوري مرستې ته اړتیا ده. څېړنو ښودلې چې د وینې د لخته/ پړن کېدو د زیاتوالي له امله، مغزي سکتې د کوویډ- ۱۹ سره پیوند موندلی او حتا ځوانانو کې هم د مخکینیو ګواښونونو پرته د مغز په کوچنیو سرو رګونو کې د وینې لخته کېدل تجربه کړي دي. دا پېښه کله سمدستي او ځینې وخت په وایروس د اخته کېدو څخه لس ورځې وروسته واقع کېږي.

اروايي ګډوډي

پاشلی اروايي حالت، چې د بې قرارۍ، وهم/ وېره او د غږېدو او فکر د انسجام د نشتون سره يې پېژنو، نو روغتیاپال ته ورتګ ښه پرېکړه ده، ځکه ممکن د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له نښو اوسي. بعضې حالتونو کې ناروغانو اروايي ستونزه له تبې او د تنفسي ناروغۍ وړاندې تجربه کړي دي.

اضطرابي سردردي

د تبې او لړزې، وچ ټوخي او سا تنګۍ تر څنګ، سردردي د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د نښو څخه ده. د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ یو ناروغ خپل سردرد، دننه په سر کې د څټک د غږ سره چې هڅه کوي بېرون ته د وتلو لار ومومي، تشبیه کړې دی.

د عضلاتو اختلاطات/ تشنج

که لنډمهاله سرګرداني، د لاسونو او پښو نه کنټرولدونکي حرکتونه، د هوښیارۍ یا پوهېدو له لاسه ورکول، د احساسي/ شناختي علائمو لکه تبه او اضطراب تجربه کوئ، ژر روغتیاپال ته مراجعه وکړئ. د سینسیناتي پوهنتون څېړونکو د ناروغانو د عصبي علائمو په څېړلو سره وموندله، ۹٪ یې له اختلاطاتو کړېږي.

سرګنسي

لږ تر لږه د سینسیناتي پوهنتون د څېړونکو ۴٪ ناروغان سرګنسي لرله. دا شاید د مغز ته د آکسیجن د کمې کچې د رسېدلو له امله اوسي.

د ذایقې یا شامعې حسونو له منځه تلل

د دغو حسونو لمنځه تلل هم د عصبي شرایطو څخه دي. د بویولو حس معمولا په وایروس تر اخته کېدو درې ورځې وروسته له منځه ځي او ناروغان په ورته وخت کې د ذایقې حس هم له لاسه ورکوي.

د رواني/ اروايي حالت بدلون

په فکري، احساسي، رواني او شخصیتي کړنو بدلون، معمولا د رفتار له بدلونونو سره، ممکن په انسفالوپاټي باندې د اخته کېدو نښه وي. انسفالوپاتي د هغو شرایطو څخه عبارت ده، چې په مغز اغېز پرېږدي. مثلا، د کوویډ- ۱۹ ناروغ حواس تیت او پرک او له سردرد شکایت کاوه. هغه یوازې ډېر کم موارد لکه خپل نوم روغتیاپال ته وویل او د وخت په تېرېدو یې د ځواب ویلو اندازه کمېده. د نوموړي د مغز اسکن د مغز په کوچنیو برخو کې د ناعادي پړسوب او التهاب او مړې حجرې وښودې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ