لیکنه: محمدصابر حمیدي
جاپان د ډېرو سیلانیانو جذبولو او پیدا کولو په موخه غواړي مسافرینو ته د ورځې ۱۸۵ ډالره ورکړي.
د میګ نیوز د راپور پر بنسټ جاپاني چارواکو پرېکړه کړې، چې هره ورځ په دې هېواد کې ګرځېدونکو سیلانیانو ته ۱۸۵ ډالره ورکړي.
له دې کار څخه یې موخه دا ده، چې له کرونا ویروس وروسته یو ځلې بیا جاپان د سیلانیانو په صنعت کې وده او پرمختګ وکړي.
د راپورونو له مخې جاپاني چارواکو د دې کار لپاره ۱۲،۵ میلیارده ډالره ځانګړي کړي، چې بهرنیو سیلانیانو ته به یې د ډالۍ په ډول ورکوي.
له کله چې کرونا ویروس په نړۍ کې خپور شوی، د سیلانیانو صنعت په ټپه درېدلی، چې تر اوسه یې داسې ضربه نه وه لیدلې او خپلې بدې ورځې ازمايي.
جاپان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د سیلانیانو له صنعت څخه هر کال ډېرې پيسې لاسته راوړي، خو اوس کرونا ویروس په دې برخه کې سخته منفي ضربه ورکړې ده.
کارپوهان پر دې اند دي چې د کرونا ویروس تر ختمېدو وروسته به یو ځلې بیا په ټوله نړۍ کې د سیلانیانو صنعت پيل شي.
دوی وايي دا ځلې به دا صنعت دومره پرمختګ وکړي، چې په نورو کلونو کې به یې هېڅ ساری نه وي.