سینما او موسیقي کرونا کلتور او هنر

هغه هنرمندان چې تر دې دمه د کرونا ښکار شوي

ژباړه: نسیمه محمدي

کوويډ- ۱۹ او کرونا وایروس اوس د زیاتو تکراري نومونو څخه دي. له ختیځه تر لوېدیځه یې د ټولې نړۍ خلک نیولي او د دولتونو په لویې ستونزې بدله شوې ده. تر اوسه د نړۍ په کچه له دې ناروغۍ  (۳۷۵۹۹۴) کسان مړه شي دي.

د کوویډ- ۱۹ ناروغانو په ډله کې ځینو هنرمندانو لکه ټام هنکس او ریتا ویلسون دا چانس درلود، چې پر کرونا وایروس بریالي شي، خو داسې کسان هم وو، چې بخت ورسره یاري ونه کړه او کوویډ- ۱۹ ناروغۍ یې د ژوند د وروستیو ورځو پاڼه ووهله.

جي بنډ‌کېټ

د نولان فېلمونو مینه‌وال،حتماً د«ریچ» رول په (The Dark Knight Rises) په یاد لري.

جي بنډ‌کېټ، د امریکايي فلمونو ۷۰ کلن یا هماغه د نولان فلم «رېچ»، د ۲۰۲۰م اپریل کې د کرونا وایروس له امله مړ شو. نوموړې یو ښه سندغاړی هم وو.

ترنس مک نالي

د «توني» د پنځه جایزو ګټونکي او لیکوال هم د کرونا وایروس سره مبارزه ونشو کړای او د ۸۱ کلونو په عمر د فلوریډا ایالت په روغتون کې ومړ. ترنس مک نالي د سږو سرطان ناروغي هم درلوده. د نوموړي د آثارو له ډلې (د عنکبوتي مېرمنې مچه) یادولای شو.

لي فیرو

مېرمن «کینتز» په (بې کوره) فلم کې له اصلي نوم لي فیرو سره هم، یوه بله هنرمنده وه، چې د کرونا وایروس پر وړاندې یې ماتې وخوړه او د ۹۱ کلونو په عمر یې ژوند له لاسه ورکړ. لي فیرو په اسپیلبرګ فلم کې هماغه مور وه، چې پولیس یې په سپېړه وواهه او دا د فلم یوه نه هېرودونکې صحنه ده.

روی هورن

د ډلې ستوری «زیګفرید اند روی» چې په خارق‌العاده کارونو کې شهرت درلود، پړانک ته ماتې ورکړه، خو کرونا ته نه. روی هورن په ۲۰۰۳م کې په خپل کار کې د پړانګ تر برید لاندې راغلی، خو ژوندې پاتې او یوازې ټپي شو، خو د ۲۰۲۰م په مارچ او د ۷۱ کلونو په عمر، کرونا وایروس د نوموړي ژوند ته د پای ټکی کېښود.

لوییس سپولوډا

د ماشوم د ادب لیکوال، ورځپاڼه او فلم لیکونکی، سپولوډا د شيلي اوسېدونکی وو. هغه د پینوشه تر کودتا وروسته اوږده کلونه په زندان او تبعید کې تېر کړل. د لیکوال د آثارو له ډلې «هغه بوډا چې عاشقانه داستانونه یې لوستل» او «د حلزون لوی کشف» یادولای شو. سپولوډا د ۷۰ کالو په عمر د اسپانیا په روغتون کې کرونا وایروس ته تسلیم شو.

آډام شلزېنګر

دا ۵۲ کلن امریکايي، سندرغاړی، ترانه ویونکی او سندرې جوړونکی هم کرونا وایروس ته تسلیم شو. آډام د امي او ګرمي جایزې په خپلو لاسته‌راوړنو کې درلودې او د اسکار، ګلډن ګلوب او توني جایزو ته هم نوماند وو. آډام د «فانتینز آو وین» د مؤسس په توګه م پېژندل کېږي. زیاتره هنرمندانو د دې امریکايي سندرغاړي په مړینه غبرګونونه ښودلی او دا یې یوه غمیزه یاده کړې ده.

والاس روني

د ترومپت مشهور غږوونکی چې د «ګرمي» جایزې ګټوونکی هم و، په ۵۹ کلنۍ کې د کرونا وایروس له امله د ژوند سره خدای پاماني وکړه. والاس روني د امریکا د موسیقۍ په برخه کې د شهرت خاوند و.

کن شیمورا

دا جاپانی کمېډین چې د جاپان په «رابین ویلیامز» هم یادېده، په ۷۰ کلنۍ کې د کرونا وایروس د اغېز له امله ومړ. تمه وه کن سږکال د المپیک په دوبیزو لوبو کې چې د کرونا له امله لغوه شوې، خپرونه وړاندې کړي.

احمد اسماعیل حسین

احمد اسماعیل حسین د سومالیا هېواد تکړه ساز غږوونکی او د موسیقۍ استاد، چې په لندن کې ژوند کاوه، د خپلې ۹۰مې کلیزې څخه اته ورځې وړاندې، د کرونا له امله د لندن په یوه روغتون کې سا ورکړه. په سومالیا کې نوموړی د «عود بادشاه» په توګه پېژني.

انډرو جک

د دې وایروس بل قرباني برېټانوی لوبغاړی (انډرو جک) په ۷۶ کلنۍ کې مړ شو. نوموړی روزونکی او د رابرټ ډاوني جونیور په څېر زده‌کوونکي روزلي دي.

بي جي هوګ

د تاج او تخت سریال کې د «آډام ماربرند» رول لوبونکی ویلیام هنري برایان یا بي جي هوګ، آیرلندی سینمايي لوبغاړی، د ۶۵ کلونو په عمر د کرونا وایروس له امله مړ شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ