پوهنه خوندیتوب ځوانان او زده کړې روغه سټه سیاست کرونا

د کرونا له فشار (اسټرس) سره د محصلانو او زده‌کوونکو مقابله

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

د امریکایي ارواپوهانو ټولنه

په ټوله نړۍ کې د مکتبونو تړل کېدو سره، زده‌کوونکي د یو ډول بې ساري بدلون سره مخ دي. ستاسې درسي صنفونه هم کېدای شي اوس مهال په انلاین ډول وي، امکان لري شرایط همداسې وي چې تاسې باید کور کې پاتې شئ، کور کې شاید زموږ زړونه د ملګرو پسې تنګ شي او زړه به مو ونه غواړي چې مطالعه وکړو.

یا هم داسې ځای کې اوسېدو لپاره مجبوره شوي یاست چې له کورنۍ څخه لري او هغوی ته اندېښمن یاست. ښایي تاسو په دې هڅه کې یاست، چې خپل د زده‌کړې او د اولادونو اړتیا پوره کړئ. امکان لري چې خپله سرمایه یا هم کار مو له لاسه ورکړي وي. که څه محصل و اوسئ یا هم فارغ شوي اوسئ، د دې احتمال شته چې خپل ځان اندېښمن او نامطمئنه احساس کړی. دا احساسات طبیعي دي.

دلته ځینې تګلارې ستاسو د فشار (اسټرس) کمېدو لپاره معرفي کېږي:

۱ـ د ځان‌ساتنې تمرین وکړئ:

د ځان اساسي ساتنه، د بدن ایمني سیسټم ۷ ځواکمن ساتي او ستاسې عاطفي ذخیرې ډکوي. په کافي اندازه ویده شئ، په منظمه توګه ورزش وکړئ، د مناسبې خوړو رژیم څخه ګټه واخلئ، د ذهني معلوماتو خپرونه و ازمویئ، داسې فعالیتونه پیدا کړئ چې ستاسو بدن مختلفې برخې ځان سره بوخت کړي، فزیکي کارونه ترسره کړئ، لکه نڅا.

خپل ذهن د معماوو یا چیستانونو په حل کولو سره بوخت وساتئ. خپل حواس د حمام کولو یا شمع روښانه کولو سره بوخت کړئ، هغه کارونو ته وګورئ چې کولای شئ هغه وروسته ترسره کړئ یا هم په اسانۍ سره د هغه کارونو د لیست څخه چې تاسې غواړی ترسره کړئ وباسې یعنې پاک یې کړئ.

۲ـ د تمرکز لپاره تګلارې پیدا کړئ:

امکان لري اوس د بې انګېزګي یا بې ځایه شوي احساس وکړئ. په دې پوه شئ چې اوسنۍ شرایط د هر چا لپاره ستونزمن دي. خپل ځان په هکله قضاوت مه کوئ: یوازې د هر کار په تر سره کولو کې ډېره هڅه وکړئ. هره ورځ بیدېدل، پاڅېدل او همداسې نور کارونه خپل په معین وخت کې باید ترسره کړئ. تکرار یا مکرر استراحت کولای شي، چې تاسو سره مرسته وکړي، چې خپل په کارونو کې فعاله ونډه ولړئ.

هڅه وکړئ یو جلا ځای خپل د کار لپاره په نظر کې ونیسئ، که ستاسو کورنۍ ستاسو ذهن مخشوشه کوي، نو د ستونزې توضیح لپاره د دې ډول خبرو څخه ګټه واخلئ، لومړۍ کومه جمله چې غواړئ ووایاست بیا جمله ووایاست، مثلا زه د راتلونکې ازموینې لپاره اندېښمنه یم. او د حللارې په پیدا کولو کې سره مرسته او کار وکړئ.

۳ـ د ټولنیزې ملاتړ په لټه کې اوسئ

امکان لري ستاسو ملګرې له یو بل څخه لرې اوسي. او مجبوره شوي چې په کور کې پاتې شي. له انزوا سره د مقابلې لپاره، د لیلیې ملګرې یا هم کوم ملګرې چې مو فارغه شوي د ټکنالوژي له لارې په اړیکه کې شئ. حتا یو ساده کار مثلن د انلاین درسونو پر وخت د کمرې روښانه کول کولای شي تاسو او نورو سره مرسته وکړي، چې د نږدېوالی احساس وکړئ.

۴ـ له نورو سره مرسته وکړئ چې له دې شرایطو سره مقابله وکړي

ستاسو ملګري او کورنۍ مو هم اندېښمن دي. اړتیا نشته چې د هغوی ستونزې لمنځه یوسئ. همدومره بسنه کوي چې پوه شي چې دوی یوازې نه دي. که تاسې د ارواپوهنې له پوهنځي څخه فارغه شوي یاست، نو احتمال لري چې د ناروغانو سره مرسته کوئ، چې هغه اضطرابونو سره چې تاسو ورسره مخامخ یاست مدیریت یې کړي. ډا ډه شئ چې خپلې اندېښنې په جلا توګه وڅېړئ تر څو وشئ کولای د جلسو په جریان کې د مراجعینو ستونزو ته تمرکز وکړئ. په دې شرایطو کې خپل د سرپرست څخه مرسته وغواړئ.

۵ـ د ناهیلتوب مدیریت لپاره لارې پیدا کړئ

که څه هم یوه د کاراموزي، د فاع له اخري وخت څخه، یا هم د فراغت جشن وي، سشکال کېدای شي اړینې پېښې ونه شي. د دې لپاره چې نشئ کولای خپل د فراغت یا پایان نامه څخه دفاع وکړئ یا هم ونمانځئ خپه او غمګینه شئ، نو بیا خپل د فکر ډول د دې پېښو په هکله جوړ کړئ. او د هغه لاسته‌راوړنو په هکله فکر وکړئ چې تاسو ورباندې ویارئ.

۶ـ خپل رسانه یې مصارف محدوده کړئ

البته دا ښه ده چې معلومات مو ډېر وي، خصوصاً هغه پېښو په هکله چې ستاسې ښاوخوا پېښېږي.

مګر له کچ څخه ډېرې ورځپاڼې، په ځانګړي توګه ټولنیزې رسنۍ کولای شي ستاسو د اضطراب کچه ډېره کړي. د ګړندي کولو د مخنیوي لپاره، د رسنۍ مصرف او د هوشمند ټیلفون ګټه اخیستلو کې محدودیت وضع کړئ. غلط اطلاعات د سمو او باوري معلوماتو په وسیله تقویه کړئ او اصلاح یې کړئ. مثلاً د ناروغیو د کنټرول او مخنیوی مرکز.

۷ـ د هغه څه په هکله فکر وکړئ چې ستاسو په کنټرول کې دي:

ستاسې ملګرې او کورنۍ مو امکان لري د فزیکي واټن نیولو د قوانین څخه سرغړونه وکړي یا هم داسې کارونه به ترسره کړي چې ستاسې استرس ډېر کړي.

په داسې حال چې ښه چلند خپل نښان ګرځوئ او خپل ځان څخه هم ساتنه کوئ، پوه شئ چې نشئ کولای هغه څه چې نور کوي تاسو یې کنټرول کړئ.

تاسو کولای شئ یوازې خپل فکر، احساسات او چلند کنټرول کړئ. بل هغه څه چې نه شئ کولای تاسې کنټرول کړئ، هغه شکونه دي چې د راتلونکو پېښو لپاره لرئ. د دې پرځای چې د نامعلومې راتلونکې په هکله اندېښنه وکړئ، د اوسني ستونزې حل کولو په هکله فکر وکړئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ