ټولنیز ژوند رسنۍ ژوند بڼه کرونا

په ننګرهار کې د‌ کرونا ناروغۍ مثبته پېښه ثبت شوه

  • لیکنه: ولمه ځلا

د‌ عامې روغتيا وزارت وايي چې په ننګرهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره نوې مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په هېواد کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېره ۲۷۴ ته ورسېده.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار نن د وري په ۱۵مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل، ننګرهار او هرات ولايتونو په لابراتوارونو کې د ۳۵ شکمنو پېښو څخه په هرات ولايت کې ۱۵ نوې مثبتې پېښې او په ننګرهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره نوې مثبته پېښه ثبت شوه.

دی وايي چې په دغو نويو مثبتو پېښو کې ۱۱ سړي او څلور مېرمنې شاملې دي.

د مايار په وينا تر اوسه د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډېرې مثبت پېښې په هرات او تر هغه وروسته په کابل کې ثبت شوې دي.
ده زياته کړه چې دوو نورو کسان په دايکندي او هرات کې د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ده وويل چې يادو کسانو تر کرونا ناروغۍ مخکې د پښتورګو، زړه او تنفس ناروغۍ درلودې.
د‌ نوموري په وينا له راتلونکې اونۍ څخه کابل کې د کرونا ناروغۍ د ځانکړي روغتون افغان جاپان پرته د شکمنې پېښو د ټسټ کولو په موخه په بېلابېلو ځايونو کې به اسانتياوې برابرې شي.

ده وويل چې ورځ تر بلې د کرونا ويروس په هېواد کې د زياتېدو په حال کې دی، نو اړينه ده چې په لابراتوارونو کې د ډېرو شکمنو پېښو نمونې واخيستل شي.

د‌ مايار په وينا تر اوسه په هرات کې د کرونا ناروغۍ د ناروغانو لپاره ۷۰۰ بستره په پام کې نيول شوي دي چې له اړتيا سره سم به ډېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو ارقام لوړېږي.

تر متحده عربي امارت او چين هېوادونو وروسته نن د وري په ۱۵ مه نړيوال بانک هم له افغانستان سره د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او مبارزې په موخه سل ميليون ډالر مرستې اعلان کړې.

د يادې ادارې مالي برخې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې د افغانستان له ۳۴ ولايتونو سره د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او روغتيايي وسایلو د پياوړتيا په موخه ورکول کېږي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هینري کرالي وايي چې نړيوال بانک تمه لري چې له دغو مرستو سره په افغانستان کې روغتيايي مرستې پياوړې شي.

همداراز پرون ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره پر تیلیفون د وېروس پر بحران او همدا راز پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو مالونو پر موضوع خبرې کړې دي.

د يادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر تر يو ميليون اوښتی دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ولمه ځلا، کابل

تبصره مو ولیکئ