فبروري 26, 2021

د کرونا وایروس نوې نښې نښانې

ژباړه: نسیمه محمدي
د یوې څېړنې پر بنسټ، د WHO له لوري د ۵۶ زره تاييد شویو معایناتو په راپور کې، ډېره عامه نښه، چې ۸۸٪ ناروغان یې تجربه کوي، تبه پېژندل شوې.
وچ ټوخی(۶۸٪)
ستړیا(۳۸٪)
بلغم لرونکی ټوخی(۳۳٪)
سا لنډي(۱۹٪)
د مفاصلو یا عضلو درد(۱۵٪)
ستوني درد(۱۴٪)
سر درد(۱۴٪)
لړزه(۱۱٪)
کانګې یا زړه بدي(۵٪)
د پوزې بندښت(۵٪)
اسهال/ نس ناستی(۳٪)
وینه ټوخی کول(۱٪)
د سترګو ترشحات(۱٪)
یو بل څه، چې په لیست کې نه دي ویل شوي، بېهوښي/ د بویولو حس له لاسه ورکول دي. د راپورونو پر بنسټ، د خفیفو علائمو لرونکو ناروغانو هم، ممکن خپل د بویولو او څکلو حس له لاسه ورکړي. خو WHO دا نښې په خپل رسمي لیست نښو کې نه دي شاملې کړې، ځکه لا په کافي اندازه قوي نه دي، خو په انګلستان کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د نښو د پېژندلو د یو پروګرام تجزیه او تحلیل ښيي، چې د ۵۷۹ تنو چې ۵۹٪ معاینات مثبت وو، ۱۸٪ د هغو په نسبت چې دا ناروغي یې نه درلوده، خبر ورکړل شوی.
د امریکا د ناروغیو څخه د مخنیوي او کنټرول مرکز، تازه د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د نښو اپديټ لېست خپور کړی چې د بویولو او خوند څکلو حس لمنځه تلل هم پکې شامل دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*