مارچ 5, 2021

کرونا او نړۍ؛ د ناروغانو شمېر له دوو میلیونو واوښت

  • ژباړه نسیمه محمدي

د چین په وهان ښار کې د کرونا وایروس د خپرېدو درې نیمې میاشتې وروسته،  په دې وایروس د اخته کسانو شمېر د سې‌شنبې تر ورځې (د اپريل ۱۴مه) له دوو میلیونو او د مړو شمېر له ۱۲۰ زرو زیات شو.
د جان هاپکېنز پوهنتون له لوري د ناروغانو د شمېرې اعلان سره، امریکا د ۵۸۰ زره اخته، ۲۳ زره او ۴۲۳ تنو د مړینې په درلودلو په نړۍ کې لومړی هېواد دی.
د امریکا ټول ۵۰ ایالتونه د کرونا وایروس له وبا سره لاس او ګرېوان دي.
تر امریکا وروسته، هسپانیا او اېټالیا ډېر ناروغان او د مړینو شمېره لري. فرانسې هېواد هم د دوشنبې پر ورځ د ۵۷۴ نویو پېښو په ثبتولو سره، کوربندي (قرنطین) یوه میاشت نوره هم تمدید کړه.
امانوئل مکرون د فرانسې ولسمشر، په ټلویزیوني وینا کې د وایروس د خپرېدو د محدودیتونو لپاره ګرځبندیز یوه میاشت نور هم د‌ (مې تر ۱۲مې) وغځوو.
مکرون همدارنګه وویل، چې د فرانسې پولې به تر ثانوي اعلان پورې همداسې تړلې وي.
د سې‌شنبې پر ورځ د اپرېل په ۱۴مه، په فرانسه کې ۱۳۸ زره کسان په کوويډ- ۱۹ ناروغۍ اخته او ۱۵ زرو څخه زیات مړه شوي دي.
برېټانیا هم اعلان کړه، چې دولت د کوربندۍ د لرې کولو لپاره، هېڅ هوډ نه لري. دومینیک راب، چې د برېټانیا د لومړي وزیر، بورېس جانسن له ناروغۍ وروسته، د کابینې مشري په غاړه وه، اعلان کړه، د ناروغۍ د بېرته راستنېدو اندېښنېو له امله، اوس مهال د کوربندۍ د لرې کولو لپاره هېڅ هوډ نه لري.
برېټانیا کې د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته وو شمېر نېږدې ۹۰ زره او د ۱۱ زرو څخه زیات مړه شوي دي.
د وخت څخه وړاندې د قرنطین لرې کولو په اړه د اورپايي هېوادونو د اندېښنو تر څنګ، د روغتیا نړیوال سازمان هم ټینګار کړی، چې په دې برخه کې بيړه کول به زیات ګواښوونکی وي.
د روغتیا نویوال سازمان، مشر «تدروس آدانوم» د دوشنبې پر ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، کرونا د خوکي والګي په پرتله لس ځله زیاته وژونکې ده.
ښاغلي تدروس ټینګار وکړ، چې د یو ډاډمن واکسین تر کشف او وېش، د کرونا د بېرته راتګ خطر موجود دی.
د جان هاپکېنز پوهنتون له لوري د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د ناروغانو شمېره د هېوادونو د رسمي آمارو پر اساس دي، چې دوی ته سپارل کېږي، شکمنې شمېرې په نظر کې نه نیول کېږي.
خو د نړیوالو څارونکو په اند په بعضو هېوادونو، لکه ایران، چین او روسیه کې د شفافو شمېرو نه موجودیت له امله، احتمال شته، چې د کوویډ- ۱۹ د اخته او مړو شویو کچه له دې ډېره وي.
ایران کې تر اوسه په کرونا وایروس له ۷۳ زرو زیاتو کسانو د اخته او ۴۵۰۰ تنو مړینه ثبت شوې. د شمېر له مخې ایران په اووم ځای کې قرار لري.
د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم، دا ناروغي د زیاتېدو په حال کې ده. د سې شنبې تر ورځې پورې ټولټال د ۷۱۴ تنو د اخته کېدو او ۲۳ تنو مړینه ثبت شوې ده.
سرچینه: Independent

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي