فبروري 26, 2021

د کرونا وایروس د تودوخې په څو درجو کې له منځه ځي؟ دلته یې ولولئ

  • ژباړه: ملیحه ناصري

له (BioRxiv) څخه په نقل، د فرانسوي پوهانو یوې ډلې د پروینسي پوهنتون د څېړنو په ترڅ کې دا پایله لاسته رواړه چې کرونا وایروس په ۹۲ درجه تودوخه کې، ۱۵ دقیقې وروسته مړ کېږي. د دې څېړنې په بهیر کې یادو پوهانو کرونا وایروس ته ۶۰ درجې حرارت ورکړ، خو ویې لیدل چې تر دې تودوخې وروسته د کرونا وایروس ځینې برخې لا هم د خپراوي ځواک لري. د کرونا وایروس تودول په یوه ساعت کې تر ۶۰ درجو پورې هغه سټانډرډ پروتوکول دی چې د نړۍ په ډېرو ازمایښتخونو کې د ویروس د له منځه وړلو په خاطر د ناروغ د حالت معلومولو لپاره کارول کېږي. د همدې پوهانو ډلې وویل چې کویډ- ۱۹ په ۹۲ درجه تودوخه کې تر ۱۵ دقیقو وروسته وژل کېږي.
د دې څېړنو د عملي کولو په خاطر پوهانو د یوې افریقايي شنې بیزو پر کرونا ککړ د بډوډي سلولونه مطالعه کړل چې دې بیزو ته کرونا له انسان نه ورغلې وه. ککړ سلولونه په دوو ځایونو کې وازمایل شول:
یو یې پاک چاپېریال و او بل یې د ژویو پروټينونه وو، چې د ناسټریَل شوي محیط بڼه یې ورته نا واقعي جوړه کړې وه. د تودوخې تر سټانډرډې طریقې وروسته، په پاک چاپېریال کې ویروس په بشپړه توګه له منځه تللی و، خو په ناپاک یا ناسټریَل محیط کې یې ځینې برخې پاتې وې.
څېړونکو وویل چې ښايي دا سټانډرډ پروتوکول د ویروسونو د له منځه وړلو په خاطر لږ وي او کېدای شي د سترو ویروسونو نافعالولو لپاره بسنه ونه کړي.
د دې څېړنې لیکونکو څرګنده کړه چې د څېړنو پایله باید د ویروس پر وړاندې د ضدعفوني کولو د مناسب پروتوکول ټاکلو په موخه مرسته وکړي، څو هغه روغتیايي کارکوونکي چې له اخیستل شویو نمونو سره نږدې تماس لري، له ویروسه خوندي پاتې شي.
یادونه یې باید وشي چې د امریکا متحده ایالات هم د قربانیانو له مخې او هم د اخته کسانو د شمېر له مخې په نړۍ کې لومړی دریځ لري.
د نړیوال روغتیايي سازمان او نړیوالو رسنیو د راپور له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونايي ناروغانو د ثبت شمېر له هماغه لومړیو تر اوسه پورې ۲۱۸۳۵۸۱زره، له کرونا د روغو شویو کسانو شمېر ۵۵۲۷۳۵زره او د مړو شمېر ۱۴۶۸۵۵ زرو ته رسي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


ننګرهار کې یو نوی زېږېدلی ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ننګرهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو نوی زېږدلی ماشوم تښتول شوی و چې بېرته پولیسو د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، د دغه ... نور ولولئ