ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
د کوویډ ۱۹ اغېزې اوس د هغو مواردو له جملې څخه دي چې هېڅوک ترې په امن کې نه دي او دا چې ډېری خلک د قرنطین شرایطو کې د ژوند کولو لپاره ځانګړی پلان نه لري. دې حالت د ډېریو په ژوند کې ویجاړونکې اغېزې کړې دي.
په دې مقاله کې به وګورو چې څنګه د کوویډ ۱۹ ویروس اغېزې او د نامنظم قرنطین وضعیت (د ځانګړی پلان نشتون او د ورځني کاري پلان نشتوالی) کولای شي، چې د خلکو ورځني ژوند ته بدلون راولي.
اړینه ده، پوه شو چې د دې ویروس اغېزې دوې مهمې مسئلې د وګړو ترمنځ رامنځته کړي چې اندېښنه او وېره ده. په ژوند کې نننۍ ورځې د کوویډ ۱۹ عاموالی او قرنطین وضعیت اندېښنه او وېره راپورته کړې چې په دې برخه کې ډېری خلک له ستونزې سره مخ شوي او له دې مسئلې سره لاس او ګرېوان دي.
موږ ټول د ژوند په ډېرو ځایونو کې په طبیعي ډول د اندېښنې احساس کوو، له هغه ځایه چې د کوویډ ۱۹ او د قرنطین مسئله یو نوی حالت دی، چې د خلکو لپاره یې ډېرې اندېښنې او ویره رامنځته کړي.
اختلالي اندېښنې عبارت له یوه رواني حالت څخه دي چې اصلي ځانګړتیاوې یې وېره، شک او له کچه ډېر خپګان دي، لکه:
۱ـ د وېرې کچه له تهدید او خطر څخه ډېر دی؛ یعنې د وېري شدت د تهدید له شدت سره منطقي تناسب نه لري.
۲ـ وګړي تل خپل ځان د وېرې او خپګان په حالت کې ګوري.
۳ـ اوږدمهاله وېره او اندېښنې شته چې یو شخص په دوامداره توګه ځوروي، تر هغه ځایه چې نشي کولای خپل ورځنی ژوند په عادي توګه وکړي. په دې حالت کې امکان لري چې شخص ونه شي کولای خپله دنده وساتي، یا هم له ملګرو، د ژوند ملګرې/ملګری او خپل د کورنۍ له غړي سره اوږدمهاله اړیکه نشي لرلای.
لاندې د وېري او اضطراب نښې دي چې خپګان او اندېښنه مو لا نور هم ډېروي:
۱ـ د پام وړ وېره یا اضطراب امکان لري د کورونا حالت په اړه ستاسو اندېښنې ډېرې کړي.
۲ـ د کورونایي وضعیت په دلیل او د قرنطین نامنظم حالت لپاره به تل په وېره کې یاست.
۳ـ د کورونا په اړه د ویرونکو وضعیتونو یا افکارو په فعاله توګه مخنیوی کوئ، یا هم په لوی ډار سره زغمئ.
۴ـ وېره، اندېښنه یا کلینیکي مخنیوی کولای شي د پام وړ رنځ یا د ټولنیز حرفوي فعالیت یا ستاسو انفرادي فعالیت نور مهم اړخونه له لاسه ورکړي.
په دې حالت کې اړتیا لرئ، خپله وېره او اندېښنه کنټرول کړئ، نو د چمتو شوو شواهدو پر اساس موږ وړانديز کوو چې په کور کې د قرنطین تېرېدلو لپاره او د ژوند د کارونو د ترسرولو لپاره پلان جوړ کړئ، چې وېره او اندېښنه مو کمه شي.