د کرکټ نړیواله شورا د کرونا له امله پر کرکټ د اغېزو په اړه غږېږي

سپینه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس

د کرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر «منو ساوني» وایي، چې د روانې عیسوي میاشت په ۲۳ مه به د کرکټ نړیوالې شورا له دولسو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو او د دریو دویمه درجه هېوادونو کرکټ بورډونو له غړو سره غونډه کوي، چې د کرونا ویروس له امله په مالي زیانونو او راتلونکي کې د کرکټ په پیلېدو وغږېږي.

د دغې غونډې په اجېنډا کې به د کرکټ په کلیدي فکټورونو یا عاملونو باندې خبرې وشي او د نړیوال کرکټ په تړاو به د هېوادونو نظرونه او لارښوونې واوري.

د کرکټ نړیوالې شورا د دغې غونډې کمېټه به د هغو لوبو پر بیا مهالوېش کولو وغږېږي، چې د کرونا ناروغۍ له امله لغوه شوي او یا هم ځنډول شوي دي.

په ځنډول شوو سیالیو کې لسګونه سیریزونه، کرکټ لیګونه، د ټېسټ لوبو قهرمانۍ لوبې او د نړیوال جام غوراوي جام سیالۍ شاملې دي.

د دې غونډې تر ټولو مهمه موضوع د راروان نړیوال شل اوریز کرکټ جام په تړاو خبرې اترې دي.

تر دې دمه د نړیوال په اړه هم شکونه شته، چې ښایي د کرونا ویروس له وېرې به ترسره نشي.

د اسټرالیا هېواد د روان کال د سپټمبر میاشت تر ۳۰ مې اسټرالیا ته په ورتګ محدودیت لګولی دی، چې د کرونا مخنیوی وشي.

نړیوال شل اوریز کرکټ جام د اکټوبر په ۱۸مه د اسټرالیا په ۶ لوبغالو کې په پام کې نیول شوی دی او د نومبر تر ۱۵مې یې د غځېدو مهالوېش خپور شوی دی، خو که د کرونا ویروس تهدید وي جام لغوه کېدی هم شي.

 د کرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر مانو ساوني وایي: “له دې غونډې موخه د کرونا ویروس د منفي اغېزو په اړه خبرې دي او د دغه ویروس پر وړاندې ګډه مبارزه ده، مونږ باید چمتو او پوه شو، چې په نړیوال کرکټ د دغې وبا اغېز څه دی او څه باید وشي.

د هغه په خبره به د نړیوال جام په تړاو د کرکټ له ماهرینو او مسئول بنسټونو لارښوونې ترلاسه کړي او د اسټرالیا هېواد له حکومت څخه به د چمتووالي په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.