خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه طبیعت کرونا

د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ چاپېریالي زیانونه

ژباړه: نسیمه محمدي

د دستکشو او ماسکونو د کارولو له امله د پلاستیکي ککړتیا زیاتېدل.

په مدیترانه سمندرګي کې د لرې غورځول شویو شخصي محافظتي وسایلو پیدا کېدو، پر چاپېریال د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ بدو پایلو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

پر انټرنیټ یوې خپرې شوې ویډیو کې، څو جوړې پلاستیکي دستکشې، د جراحۍ او د مخ نور ماسکونه، د فرانسې د کن سواحلو ته نږدې د سمندر په تل کې لیدل کېږي.

چاپېریالي فعال، لورن لامباردي، دا ویډیو د آنتیب ښار ته نېږدې، د کن ساحلي ښار په شپږ مایلۍ کې د فرانسې په ریویري کې د لامبو پر مهال اخیستی ده.

دا ویډیو چې د فېسبوک «د پاک سیند عملیات» پاڼه کې خپره شوې، د دوو سوو زره کاروونکو له لوري لیدل شوې، چې د زیاترو غوسه یې پارولې ده.

ښاغلي لومباردي د ویډیو په شرح کې لیکلي: “ډېر ژر به په مدیترانه کې د ماسکونو شمېر د سمندري ناوو (jellyfish) څخه زیات شي.

هغه زیاته کړې: “د روغتیا ناروین موږ د خپلو تر ټولو ښو او بدو په لیدو بریالي کړي یو. که لاس تر زنې کېنو او اقدام ونه کړو، د تر ټولو بدو پېښو شاهدان به اوسو. په داسې حال کې چې سلیم عقل حکم کوي له دې کار باید ډډه وکړو.

د نړۍ هېوادونو د کوویډ- ۱۹ وبا څخه د مخنیوي او شخصي ساتنې (PPE) لپاره د میلیونونه قطعو ماسکونو/ دستکشو وړاندیز کړی.

په داسې حال کې چې د شخصي وسایلو ګټه اخیستل په روغتیايي ډلو کې د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې حیاتي رول لري، خو د ټولنې په سطح یې د ګټورتوب اندک شواهد شته دي.

د چاپېریال د برخې فعالان وايي، د خلکو له لوري د یو ځل مصرف ماسکونو کارول، احتمالاً د پلاستیکي ککړتیا حجم زیات او په پایله کې سمندرونه او مېشت ژويي له ګواښ سره مخ کوي.

د دې حالت په اړه لومړۍ نښې  د ۲۰۲۰م په فبرورۍ کې څرګندې شوې، کله چې د چاپېریال ساتنې ډلې «اوشن ایشیا» د لسګونو ماسکونو انځورونه خپاره کړل، چې د هانګ کانګ په سواحلو کې د یو کلنې څېړنیزې پروژې په اوږدو کې د سمندري خځلو او مایکرو پلاستیکونو په اړه چمتو شوی وو.

ګري استوکس، د دې ډلې یو بنسټ‌اېښودونکي انډېپېنډنټ ویلي وو: “زما په نظر دا ماسکونه یو پر بل پسې د سمندرونو په ککړتیا زیاتوي، چې ورسره مخ یو. نه ښه او نه بد. دا کثافات باید له لومړیو هلته نه وای خوشې شوي. زه حاضر وخت د ماسک د موندلو لپاره د یو مړ سمندري حیوان د جسد د څپړلو په حال کې یم. دا حتمي امر دی. یوازې پوښتنه دا ده، چې کله.

سرچینه: Independent

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ