کرکټ کرونا وزش او تمرین

کرونا د کرکیټ نړۍ ټولې دروازې وتړلې

لیکنه: بهار سمسور

کرونا ویروس په نړیواله کچه ورزشي لوبې له منځه یووړې او د کریکټ لوبغالو ټولې دروازې يې تړلې او ټول لوبغاړي په کورونو ناست دي.
د هندوستان او صوت افریقا ترمنځ د یو ورځينیو لوبو سیریز چې د روانه میاشت کېده، تر یوې لوبې وروسته چې هغه هم باران یوړه پاتې لوبې يې د کرونا له وجهې لغوه شوې.
پاکستان سوپر لیګ چې لیګ لوبې يې پای ته ورسیدې، نیمه پای لوبې يې د کرونا له وېرې وخڼدول شوې، خو لا هم يې د ژر تر سره کیدو څرک نه لګېږي.
د اسټرالیا او نیوزلېڼډ ترمنځ د یو ورځنیو لوبو په زړه‌پورې سیریز کیدونکی و، خو د کرونا له وجې لغوه کړل شو.
د انګلستان کورنۍ سترې لوبې کونټي شمپین شیپ هم د مارچ په پیل کې پیلېده، خو کرونا يې مخه ډب کړه او دا سترې لوبې د څو میاشتو لپاره ځنډېدلې دي.
انګلستانۍ کریکټ لوبډله به د مارچ په ۱۹مه په سریلنکا کې وی او دلته به يې له کوربه لوبډلې سره په مرکز کولمبو کې یو ورځنۍ، شل اورزه او هم ټېسټ لوبې ترسره کړې وای، خو دا کار هم د کورنا له ګواښه ونه شو.
د نړۍ ستر کریکټ تجارتي لیګ ای پي اېل، چې نیږدې نیمه نړۍ ورته انتظار وه/ ده، وځنډيده. د مارچ په ۲۴ باید دا لیګ پیل شوی وی، خو د کرونا له وېرې د اپرېل تر نیمايي ځنډېدلی، خو حالاتو او د کرونا چټک خورېدو ته په کتو ممکن دويم ځنډ هم رامنځته شي.

همدا شان د هند د ښځو کریکټ لوبډلو ترمنځ کورنۍ لوبې هم د کرونا له وېرې ختمې کړل شوې.
بنګله‌دېشۍ لوبډله به پاکستان ته تللې وای، دلته يې له کوربه لوبډلې سره یو ورځینۍ لوبې پاتې دي او هم يې یوه ټېسټ لوبه ترمنځ ترتیب شوې وه، خو کرونا دا لوبې په اوبو لاهو کړې.

بنګله‌دېش غوښتل له ایرلېنډ سره په انګلستان کې ولوبېږي، دلته يې پینځه شل اوریزه لوبې پلان وې، هم يې ټېسټ او یو ورځنۍ لوبې په ایرلینډي لوبغالو ترتیب شوې وې، خو کرونا بنګله‌دېشي لوبغاړي په کور کې بندیوان کړل.

ایرلېنډ له زیمبوابې سره لوبېده، چېرته چې به درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې ترسره شوې وای، خو همدې کرونا يې مخه ونیوه.

د اسټرالیا کورنۍ لوبې شیفېلډ شېلډ ستر ټورنمېڼټ چې هر کال کېږي، دا کال د کرونا له وجهې وځڼدول شوې، چې ممکن هېڅ ترسره نه شي.

د صوت افریقا کورنۍ لوبې چمپیشيي ټورنمېنټ هم کرونا وځاپه، چې د دې کال په نیمه کې کېدونکی و، خو له دې تاریخ وځنډول شو.

د نیوزلېنډ پالنکيټ شېلډ لوبې هم د کرونا له وېرې تر نامعلومې نېټې وځنډول شوې.

د افغانستان د کورني کریکټ لوبې د ولایتونو لومړۍ درجه لوبډلو ترمنځ کېدې، خو دا لوبې هم د یوې میاشتې لپاره ځنډول شوې دي، چې ممکن بیا هم وځنډول شي.

ایروپین کریکټ لیګ د اروپايي هېوادونو د کلبونو جامع ټورنمېنټ هم د کرونا له ګواښ په شا یوړل شو، وځنډېده او ممکن دا فصل يې ترسره نه شي.

ډاکا پریمر لیګ، د بنګادېش کورنۍ لوبې، د مارچ په اتلسم پیل کیدونکې وې، خو کرونا يې مخه ډب کړه.
هالېنډ او نمیبیا سره لوبیدل، چې د یو ورځینیو لوبو سیریز يې تر منځ ترتیب کړی دي، خو د کرونا له وجهې وځنډیده.
د نړیوالې او اسیا پراختیايي لوبډلو تر منځ دوه په‌زړه پورې لوبې چې د بنګله‌دېش کریکټ بورډ له خوا د بنګله‌دېشي پخواني مشر او رهبر مجیب رحمان د کلیزې د نمانځنې پر هدف تر سره کېدې د کرونا له وجې لغوه کړل شوې.
د کریکټ نړیوالې شورا د والیایر رونډ لوبې تر سره کېدې، خو دا هم د کرونا له ګواښه ځنډول شوې دي.
د اسټرالیا او صوت افریقا د ښځو د لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبې او هم یو ورځنۍ لوبې کېدونکې وې، خو دا لوبې هم د کرونا ښکار شوې او لغوه اعلان شوې.

روډ سیفټي ورډ شیریز، د هندوستان له خوا د سړک ساتنې لوبې چې پکې د نړۍ د کریکټ مشهور او پخواني لوبغاړي لوبیدل، هم په نیمه يي کې لغوه کړل شوې.
د ویسټنډيز کورنۍ لوبې د چمپین شيپ په نامه تر سره کېدې،خو دا لوبې هم رکونا وځپلې.
راتلونکی اسیا او نړیوال جامونه چې د روان ۲۰۲۰ په نیمه يي کې پرله‌پسې کېږي، که کرونا نړۍ ته همداسې ګواښونکې سیګنل ورکړي، نو ممکن دا جامونه هم وځنډول شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست

تبصره مو ولیکئ