فبروري 25, 2021

د ۶۳ کلنې مور د جنازې په ليدلو يې ۳۱ کلنه لور هم مړه شوه

  • خبريال: مدثر دعوت

پر لاورا ريچارډز هغه مهال د زړه حمله راغله چې د خپلې مور جنازه يې وليدله.
د انګلستان په وار ويکشير کې هغه مهال يوې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ چي مور يې د کرونا ويروس له کبله مړه شوه.
خور يې انډيپينډينټ ته ويلي: “دا هغه مهال، چې مور مو د کرونا ويروس څخه کړېدله، تر بل هر چا ډېره غمجنه وه او په خپل فېسبوک کې به يې له مور سره د مينې ګډ انځورونه هم خپرول.
کيلي مورپي دا هم وايي چي خور يې تر ډېره د مور له جسد سره ناسته وه، خو چې کله د هغې جنازه واخيستل شوه، پر لاورا د زړه حمله راغله، که څه هم تر روغتون پورې مو ورسوله خو ژوندۍ پاتې نه شوه.
هغه مهال چې د لاورا مور په کرونا ويروس اخته وه، دې فيسبوک کې د خپلې مور او خپل د ماشومتوب انځور خپور کړی و او ورسره ليکلي يې وو: “مورې زه مينه درسره لرم.”

د کورنۍ غړي يې وايي چي لاورا مخکې هم د سينې د درد څخه شکايت کاوه، د مور جنازه يې د زړه د درېدلو لامل شوه.
د وار ويکشير پوليسو د لاورا ريچارډز مرګ تائيد کړی او ويلي يې دي چي دې پيښې ته د شک په نظر نه ګوري.



.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*