د کرونا پر مهال د بې خطره پېر او پلور لپاره څو اړین ټکي!

  • راټولونه: نسیمه محمدي

د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاره د لاسونو وینځل دي. له نېکمرغه دا وایروس د اوبو او صابون او یا ۷۰ ٪ د لاسونو مایع سره په ډېرې آسانۍ لمنځه ځي.
د کووید- ۱۹ وایروس خپرېدو له هماغه لومړیو موږ ټول اندېښمن کړي یو او زیاتره وګړي ډاډمن نه دي، چې د کورنۍ غړو د روغتیا ساتنې لپاره څه ترسره کړي. یوه موضوع چې د اندېښنې وړ ده، د توکو پېرل او پلورل دي. په دې لیکنه کې د کرونا پر وخت د خوراکي توکو اخیستلو په اړه څو مهمو ټکو یادونه کوو.
بېلابېل وایروسونه له مختلفو لارو سرایت کوي، مثلاً د کرونا کوویډ – ۱۹ وایروس په هوا کې د ناروغ د تنفس څاڅکي خپاره او د څیزونو او سطحو پر مخ کېني. کله چې دا سطحې لمس کوو، وایروس مو په لاسونو نښلي او خولې او مخ ته د لاس په وړلو، وایروس د تنفسي کانال له لارې بدن ته داخل او ناروغوي مو. له همدې امله ویل کېږي، چې د دې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره غوره لار د لاسونو پرله‌پسې او زیات وینځل دي. که د ناروغۍ خپرېدل په ټولنه کې د پرمختګ په حال کې وي، شاید هر هغه څه چې له بهر کورته راوړل کېږي، په وایروس ککړ وي. نو ښه ده د وایروس د زیاتوالي پر وخت له کور بهر تلل کم او کور ته له راتلو وروسته د جامو او لوښو د لمس کولو څخه ډډه وشي او د امکان تر حده کور ته له هر ځل راتلو وروسته جامې ووینځل شي. خپله هم باید حمام وکړو او یا د اوبو او صابون سره په سم ډول ووینځو. هغه وسایل چې له بېرون راوړو باید تعقیم یا ووینځو، تر څو ډاډه شو چې په وایروس ککړ نه دي.
مهمه چاره چې د وایروسي ناروغیو پر وخت یې باید د ټولنې هر غړی ترسره کړي، فردي پاکوالي او روغتیا ته پاملرنه ده. ډېری زمونږ څخه پوهېږو چې د روغتیا ساتل مراعات کړو، خو د روغتیا ساتلو اصول نه پېژنو، نو لومړی باید د لاسونه په سم ډول ووینځل، د دستکشو او ماسک سم کارول او لرې غورځول زده کړو.
لاسونه باید د ۲۰ ثانیو لپاره په صابون یا مېکروب ضد مایع سره په تماس کې وي او د لاسونو ټولو برخو ته باید ورسېږي.
که ماسک کاروو، نو د استفادې او تر هغې وروسته باید هېڅکله د ماسک له سطحې سره تماس ونه لرو او د ماسک اخیستلو او ایښودلو پر وخت یې له بند ونیسو. ماسک باید مخ په بشپړه توګه وپوښي او له اطرافو یې هوا دننه نشي. د ماسک یو طرف ته چې تسمه (نازک پلاستیکي سیم) وي باید پر پوزه سم شي. له ماسک باید یو ځل ګټه واخلو او وروسته یې په سر پټو کڅوړو یا قوطیو کې لرې وغورځوو.
همدارنګه لاسونو څخه د دستکشو لرې کولو وروسته په پوښل شویو باطله دانۍ کې وغورځول شي. د دستکشو او ماسک  لرې کولو وروسته باید حتما لاسونه په صابون ووینځل شي یا د مېکروب ضد مایع سره پاک شي.
کرونا وایروس د آنفلونزا  او رېزش  ته ورته نښې لري. حتا که د زکام ډېر لږ علائم هم ولرو، باید په کور کې پاتې شو تر څو د وایروس د خپرېدو لامل نشو. د ټوخي او پرنجي پر وخت پوزې او خولې ته دستمال ونیول شي او یا هم د څنګلې سره پټ او وروسته لاسونه ووینځل شي.
د بدن دفاعي ځواک باید د سالمې تغذیې، کافي خوب او ورزش په مټ پیاوړی شي.
باید هېر نکړو کرونا وایروس نوی دی او څېړونکي لا هم پرې څېړنې تر سره کوي. علمي پرمختګونه یوازې او یوازې له معتبرو رسنیو وڅارو او د بې بنسټه سرچینو آوازو ته غوږ ونه نیسو.

  • پلورنځیو او بازار ته د تګ پر وخت لاسونه باید ووينځل شي او یو بار مصرف دستکشې په لاس شي.
  • هغه اجناس چې نه اخلو باید له لاس وهلو ډډه وکړو.
  • هڅه وکړو له وګړو سره یو مټر واټن وساتو.
  • له پلورنځیو وتلو وروسته لاسونه ووینځو یا مایع وکاروو.
  • کور ته تر راتګ وروسته، په دوازه کې توکي له کڅوړو لرې او کڅوړې کثافت دانۍ کې پټې کړو.
  • ټول اخېستل شوي مواد په یوه پاک تشت کې پخلنځي ته یوسو او له وینځلو وروسته یې په یخچال یا ټاکل شویو ځایونو کې ځای پر ځای او لوښي هم پاک کړو.
  • جامې باید بدلې او لاسونه او مخ په اوبو او صابون ووینځو.
  • د وایروسي ناروغیو پر مهال تر خپلې وسې بهر تګ را تګ کم شي، تر څو پخپله د ګواښ سره کم مخ او نورو ته د انتقال سبب نشو. ټول هغه پلورنځي چې د یو چت لاندې وي، کاروکوونکي یې باید ټول ځایونه پاک او د مېکروب ضد موادو سره ووینځي.
  • ټول کاروکوونکي اړ دي له دستکشو کار واخلي.
  • د پلورنځیو د کاروکوونکو د بدن تودوخه باید هره ورځ وکتل شي.

دا اقدامات د وایروس د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري. د یادو شویو ټکو په پام کې نیولو سره کولای شو، بې خطره پېر او پلور ولرو او هم په وایروس د اخته کېدو ګواښ کم شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي