روغتیا نړیوال سازمان: دوا پاشي د کرونا وایروس لمنځه نه وړي

ژباړه: نسیمه محمدي

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه چې په چاپېریال کې د میکروب ضد مایع کارول نه یوازې دا چې کرونا وایروس لمنځه نه وړي، بلکې د وګړو روغتیا هم زیانمنوي.
سي. ان. ‌ان. یکشنبې د مې ۱۷مه د روغتیا نړیوال سازمان په حواله وویل: “د چاپېریال، خصوصاً د سرپټو محیطونو دوا پاشي کول، د کرونا وایروس د لمنځه وړلو، او ګټې پر ځای کولای شي منفي اغېز ولري.
په یوه تازه خبر کې دې سازمان اخطار ورکړی، حتا د میکروب ضد مواد اسپرې کول هم ناسم کار دی.
د روغتیا نړیوال سازمان له راپور سره سم، د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، د میکروب‌ضد کیمیاوي موادو سره کرونا وایروس د نابودۍ په خاطر د چاپېریال اسپرې/ دوا پاشي کول بې ګټې کړنه ده.
د دې سازمان د وینا مطابق، اسپرې کولای شي د انسان پوستکی، تنفس او سترګې زیانمنې او په روغتیا بده اغېزه وکړي. غلیظې اسپرې هم، چې په ترکیب کې یې «کلورین» او «فرمالدئید» کارول شوي وي، سپارښتنه نه کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان، خبرې آژانس د دې سپارښتنو په دوام کې اعلان کړه: “اسپرې شیندل، یا د سر خلاصو چاپیریالونو بخار، لکه سړکونه او پلورنځایونه، د کووید- ۱۹د نابودۍ لپاره هېڅ ډول ګټه نه لري، ځکه د هوا د ګرد او دوړو سره بې تاثیره کېږي او د لاس سره پاکولو په څېر، محیط نشي پاکولی.
اوسمهال د دې وایروس پر وړاندې واکسین جوړول جریان لري او څېړونکي وايي د واکسین جوړېدلو په صورت کې به هم، تر ۱۸ میاشتو وخت ونیسي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.