مارچ 7, 2021

د کرونا وایروس له امله لغوه شوې کرکټ لوبې

Advertisements

یاران سپورټس
د مارچ میاشت له درېیمې نېټې تر دې دمه ۱۹ لویې او وړې کرکټ سیالۍ د کرونا وایروس د مخنیوي په خاطر لغوه یا کېنسل شوي دي، چې په دې لړ کې د هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، پاکستان او افغانستان لوبې شاملې دي.
د مارچ میاشت کې د کرونا وایروس د خپرېدو وېره زیاته شوه او له چین څخه یې نورو هېوادونو ته هم مخه وکړه.
دې وایروس د مارچ میاشت په اوږدو کې ۱۹ بېلابېلې سیالۍ د کرونا ویروس له امله لغوه شوي، چې د کرکټ په لوبو یې د ټولې نړۍ په کچه منفي اغېز غورځولی دی.
د افغانستان لومړۍ درجه ولایتي لوبې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې لغوه شوې، دا لوبې د خوست ولایت کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې.
د سریلانکا او انګلستان کرکټ لوبډلو سیریز لغوه شوه، د افریقا او هندوستان کرکت لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ له منځه ولاړه، د اسټرالیا او سویلي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ دوې لوبې لغوه شوې، د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې په دوو نیمه پایلوبو کې کېنسل شوې او په انګلستان کې ټولې کورنۍ سیالۍ لغوه شوې.
په ټوله نړۍ کې د نورو لوبو ترڅنګ د کرکټ سیالۍ هم لغوه شوې دي.
د مارچ میاشت په ۵ مه د یورست په نامه سوداګریزې داخلي کرکټ لوبې لغوه شوې.
د مارچ میاشت په ۶مه د سویلي افریقا او هندوستان ترمنځ لوبې لغوه شوې، د مارچ میاشت په ۹مه د بنګله‌دېش کرکټ بورډ د کرونا وایروس په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دې لوبو د لغوه کېدو امر یې وکړ.
د مارچ میاشت په اوږدو کې د افغانستان لومړۍ درجه ولایتي لوبې په خوست ولایت کې لغوه شوې او د مارچ په ۱۴مه په کابل کې د بزکشۍ لوبې لغوه شوې.
د مارچ په لسمه د سویلي افریقا کرکټ لوبډله له هند څخه بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه.
د مارچ میاشت په ۱۱مه نېټه د اسیا یوولس کسیزې او د نړۍ یوولس کسیزو لوبډلې ترمنځ دوې شل اوریزې لوبې لغوه کړل شوې.
په همدې نېټه په انګلستان کې د سري او وارسېسټرشایر ترمنځ لوبې لغوه شوې.
د مارچ میاشت په ۱۲مه د آې پي ایل د ځنډولو پرېکړه وشوه.
د مارچ په ۱۳مه نېټه د نیوزیلېنډ کرکټ لوبغاړی لاکي فرګوسن له کرونا ټېسټ څخه منفي ووت او پایله یې مثبته نه وه.
په همدې نېټه د نیوزیلېنډ او اسټرالیا سیریز هم لغوه شو.
د مارچ میاشت په ۱۴مه د هندوستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د آې پي ایل لوبې د مارچ له ۲۹ مې نېټې د اپرېل ۱۵ مې نېټې ته وځنډول شوې.
د مارچ میاشت په ۱۶مه د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې لغوه شوې او په دوو نیمه پایلوبو کې سیالۍ پرې شوې.
د مارچ په ۱۷مه د انګلستان په ویلز سیمه کې لوبې لغوه شوې.
د مارچ په ۱۸مه د سریلانکا ټولې داخلي لوبې وځنډول شوې.
د مارچ په ۲۲مه د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې هر ډول رسمي کرکټ لوبې د می میاشت تر ۲۸ مې نېټې لغوه شوې.
په همدې ورځ رسنیو راپور ورکړ، چې سنګا کارا په کولمبو کې ځان قرنطین کړی.
د دې سربېره د کرکټ په برخه کې ډېری تاوانونه اووښتي او لوبې یې ځنډول شوي او لوبغاړو یې لوبې پرېښي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ