د کرونا له امله به ۵۴ میلیونه امریکایان له لوږې سره مخ شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د نورو هېوادونو ترڅنګ امریکا هم کرونا ویروس سخته ځپلې او یوې څېړنې ښودلې، چې د دې ویروس له امله به ۵۴ میلیونه امریکایان له لوږې سره مخ شي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې کرونا ویروس په امریکا کې زیات شمېر کارونه په ټپه درولي، چې په همدې موخه زیاتره کاروکونکي بېکاره شوي دي.
ګارډین ورځپاڼي لیکلي، چې په امریکا کې د فیدینګ په نامه یوه څېړنیز مرکز په دې برخه کې څېړنه کړې ده.
دا مرکز دې پایلې ته رسېدلی، هغه کسان چې خوړو ته لاسرسی نه لري، په روان ۲۰۲۰م یې دومره شمېر ډېر شوی، چې په امریکا کې یې تر نورو مخکنیو کلنو ریکارډ جوړ کړی دی.
په همدې موخه به په روان ۲۰۲۰م کې ۱۸ میلیونه ماشومان د خوړو لپاره مرستې ته اړتیا پيدا کړي، چې دا تر ۲۰۱۸م  ۶۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ګارډین ورځپاڼې د څېړنو پر بنسټ بیا په روان ۲۰۲۰م کې جنوبي امریکا د غذا په برخه کې له ناامنۍ سره مخ ده او اټکل کېږي، چې ۱۱ میلیونه وګړي به د امریکا په دې سیمه کې صحي خوړو ته لاسرسی ونه لري.
دا څېړنې ښيي، چې په روان ۲۰۲۰م کې به په امریکا کې د بېکارۍ کچه ۱۱،۵ سلنه لوړه شي، چې تر ۲۰۱۸م  کال ۷،۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
دې ورځپاڼي دا هم لیکلي، چې په امریکا کې به د فقر کچه ۱۶،۶ سلنې ته لوړه شي، چې تر ۲۰۱۸م کال ۴،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
سي ان ان بیا په یوه جلا راپور کې ویلي، له دې سره سره – چې امریکايي چارواکي د امریکا متحده ایالاتو په ځینو برخو کې مرستې کوي – خو بیا هم ماشومان ورڅخه بې برخې پاتې دي.
د جان هاپکنز پوهنتون د وروستیو معلوماتو له مخې په امریکا کې تر دې دمه ۱۷۷۰۳۸۴ کسان په کرونا اخته شوي، چې له دې ډلې ۱۰۳۷۸۱ کسان مړه شوي دي.
همدا ډول له کرونا ویروس څخه په امریکا متحده ایالاتو کې ۴۱۶ زره کسان جوړ شوي هم دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ