مارچ 8, 2021

کرونا او نوی وزیر؛ په هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۱۸ زرو هم واوښتې

Advertisements
خبریال: فضل الله فضلي

د عامي روغتیا وزارت خبر ورکړ، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي یې له ۱۰۷۹ معایناتو وروسته د کرونا ویروس ۷۸۷ مثبتي پېښي ثبت کړي دي.

پدې سره په ټول هیواد کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۱۸۰۵۴ تنو ته ورسېدئ.
همداراز له ویروسه ۶ تنه مړه سوي او ۶۳ تنه ناروغان بیا روغ سوي دي.

په نویو ثبت سوو پېښو کي کابل ۳۲۳، هرات ۱۱۰، کندهار ۶۵، ننګرهار ۵۴، بادغیس ۴۸، خوست ۴۰، پکتیا ۳۶، بلخ ۳۴، پکتیکا ۳۲، نیمروز ۱۸، کونړ ۱۵، تخار ۸ او لوګر ولایت یوه مثبته پېښه لري.
په افغانستان کي د کرونا ویروس له امله ۳۰۰ تنه مړه سوي او ۱۵۸۵ تنه ناروغان بیا روغ سوي دي.
نن د عامي روغتیا وزارت نوي سرپرست وزیر جواد عثماني هم پخپله دنده پیل وکړ.

ښاغلي عثماني تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مخکي ژمنه وکړه، چې خپلو خلکو ته به خدمت کوم.
هغه کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خپلو لومړیتوبونو، په روغتونونو کې اصلاحاتو، د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ښه والي او د خلکو اړتیاوو ته د رسېدو په برخو کې هم خبرې وکړې.
ددې اونۍ په پیل کي د یاد وزارت پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز له پنځه کلني دندي وروسته لیري سو او نوموړي په خپله دنده کي مشکلات هم تائید کړل.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ