اپریل 23, 2021

د نړۍ تر ټولو ټیټ قدي کرکټ لوبغاړي

د کرکټ په نړۍ کې ټیټ قدي لوبغاړي هم تېر شوي او ځېنې لا هم په کرکټ کې بوخت دي.

که څه هم ډېری لوبغاړی ټیټ قدي دي، خو د کرکټ په نړۍ کې یې لوبېدل دومره اغېزناک دي، چې تصور یې نشي کېدای.

مشفق الرحیم، حشمت الله شهیدي، ډېوېډ وارنر، ټېمبا بووما او ځېنې نور لوبغاړي شته چې د کرکټ په نړۍ کې لا هم لوبېږي؛ خو رسنیو بیا لس ټېټ قدي لوبغاړي یاد کړي دي، چې موږ یې هم دلته یادونه کوو.

لومړی؛ د بنګله دېش مامن الحق

مامن الحق چې د بنګله دېش یو وتلی لوبغاړی دی، ټول پنځه فوټه قد لري.

۲۳ کلن مامن الحق د بنګله دېش لپاره په ۱۵ ټېسټ او ۲۶ یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی، چې ټېسټ لوبو کې یې ۱۴۱۰ منډې کړي او یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۴۳ منډې کړي دي.

 د ویسټ انډیز الوېن چنرن

دا هم یو له هغو لوبغاړو دی، چې د کرکټ نړۍ کې لوبېدلی دی او پنځه فوټه قد یې درلود.

الوېن په کیڼ لاس توپوهنه کوله، هغه په ۶۶ ټېسټ لوبو کې او خپل کرکټ کېرېر کې ۴۳۹۹ منډې کړې وې او په ۱۹۸۱ م کال کې د ویسټ اندیز لپاره لوبېده.

ټېنډا ټېبو

دی د زِمبابوې څخه و، چې پنځه فوټه قد یې درلود، نوموړی د زِمبابوې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی، نوموړی په ۲۰۰۴م کال کې د زِمبابوې لوبډلمشر و او د ده په وخت کې یې لوبډله پیاوړې وه.

ګونډاپا وېشوانات

دی د هندوستان پخوانی لوبغاړی دی، چې تقریبا پنځه فوټه قد یې درلود.

ده په ښي لاس توپوهنه کوله، ۹۱ ټېسټ او نورو لوبو کې یې ټولې ۶۰۸۰ منډې کړې وې او د توپوهنې اورېج یا اوسط یې ۴۱ و.

ډېوېډ بون

د اسټرالیا ټاپ ارډر توپوهونکی و او ډېره پورې په باثباته توپوهونکي هم مشهور و.

دی د اسټرالیا لوبډلمشر هم پاټې شوی دی، چې په ۱۰۷ ټېسټ لوبو کې یې ۷۴۲۲ منډې کړي دي.

البته د ده قد هم پنځه فوټه و.

پارتېف پټېل

د هندوستان کیڼ لاسی توپوهونکی دی، چې پنځه فوټه قد لري او په اوولس کلنۍ کې یې د هندوستان لپاره نړیوالې لوبې پیل کړې.

۲۰۱۵ کې د ممبيي لوبډلې په ګټه ولوبېد او په دې کال دې لوبډلې د آی پي اېل اتلولي هم وګټله.

 مشفق الرحیم

مشفق الرحیم د بنګله دېش ټیټ قدی لوبغاړی دی، خو خوار خواریکښ او د نړۍ په کچه یو له زړورو لوبغاړو څخه دی، چې تل یې بنګله دېش ته ښه لوبه کړې او په وېکټ باندې ډېر پاتې شوی دی.

دی هم پنځه فوټه قد لري.

الفرید فریمن

الفرید فریمن پنځه فوټه ونه لري او په ۱۹۲۴ م کې یې د انګلستان لپاره لوبې پیل کړېو په ۱۲ ټېسټ لوبو کې لوبېدلی او ۶۶ وېکټې یې ترلاسه کړي دي.

تېک کانفورډ

دا لوبغاړی په والټر لاټر مشهور و، چې څلورو ټېسټ لوبو کې لوبېدلی دی او ۴۹۶ داخلي یا ډومېسټېک لوبې یې هم ترسره کړي دي.

کروګر وان وېک

دا لوبغاړی له نیوزیلېنډ څخه و، چې ۴ اعشاریه ۹ فوټه قد یې درلود نوموړي ۲۰۱۲ کې وروستۍ ټېسټ لوبه ترسره کړې ده.

د کرکټ د نړۍ نور ټیټ قدي لوبغاړي سچېن ټېنډولکر، د انګلستان جېمز ټېلر، د سویلي افریقا ټېمبا بووما او نور دي.

وروستي مطالب