مارچ 8, 2021

د زِمبابوې کرکټ توپوهونکي د کلیسا خدمت لپاره ځوانۍ کې کرکټ پرېښود

Advertisements

کرکټ داسې یوه لوبه ده چې ډېری لوبغاړي پکې د ښې روغتیا او مناسبې انرژۍ له امله تر زیات عمر پورې لوبېږي.
که څه اکثر کرکټ لوبغاړي کرکټ ته د راتګ پرمهال عمر کم ورکوي، خو بیا هم تر ۴۰ کلنۍ په کرکټ کې بوخت وي، چې ښه مثالونه یې ایم ایس ډوني، کرېس ګېل، شاهد افریدي، یوسف پټان، شېن واټسن او نور لوبغاړي دي.
خو د دوی برعکس بیا داسې کرکټ لوبغاړي هم شته، چې ځوانۍ کې یې کرکټ سره له مجبوریته مخه ښه کړې ده.
معلومات راسره تعقیب کړئ
کرېګ کېسوېټر
د انګلستان ښي لاسی اوپنر توپوهونکی و، چې ۲۰۱۰ م نړیوال شل اوریز جام کې یې ښه لوبېدل لامل شو، چې انګلستان نړیوال جام وګټي.
دی ۲۰۱۴م کې په کورنیو کرکټ سیالیو کې په توپ په سترګه ولګېد او ټپي شو.
هغه د ټپ امله ۲۸ کلنۍ کې له لوبو رخصت شو.
جېمز ټایلر
جېمز ټایلر د انګلستان کرکټ لوبډلې ون ډاون یا درېیم نمبر توپوهونکو و، چې له ۲۰۱۵م نړیوال ۵۰ اوریز جام څخه وروسته ورته د زړه ناروغي پېدا شوه او ډاکټرانو له لوبو منع کړ.
ټایلر ۲۶ کلن و چې له لوبو رخصت شو.
ظفر انصاري
د انګلستان کرکټ ځوان لوبغاړی و، چې د لوړو زده کړو لپاره یې کرکټ پرېښود.
انصاري درې ټېسټ او یوه یو ورځنۍ لوبه کړې وه او غوښتل یې چې قانونپوه شي.
هغه د همدغه مسلک لپاره کرکټ ۲۵ کلنۍ پرېښود.
ټټېنډا ټایبو
دی د زِمبابوې کرکټ لوبډلې ځوان وېکټ ساتونکی توپوهونکی و، چې کلیسا یا د عیسویانو عبادتځای خدمت لپاره یې ۲۹ کلنۍ کرکټ پرېښود.
بیو کسن
د اسټرالیا کرکټ لوبډلی ځوان توپ اچوونکی و، چې د زړه د ناروغۍ له امله عملیات شو او له هغې وروسته یې په ۲۸ کلنۍ کې د کرکټ بوټان اویزان کړل او لوبې پرېښودې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ