پرېتوي شاو؛ د پلار نصیحت مې په ذهن کې دی، ځکه ښه لوبېږم

د هندوستان کرکټ لوبډلې تکړه او د ډیلي کپېټلز لوبډلې پیلیز او خطرناک توپوهونکی پرېتوي شاو وایي، کله چې په اسټرالیا کې په توپوهنه کې ناکام شوم، نو پلار مې راته لارښوونه وکړه، چې خپله طبیعي یا فطري لوبه وکړي او د چا په کیسه کې نه شي.

هغه وایي له کوم وخت راهیسې چې مې د پلار خبره منلې؛ نو په لوبو کې ښه ځلېږم او د آی پي اېل په روان پړاو کې مې پایله خورا مثبته ده.

پرېتوي شاو چې له قد څخه ټیټ او ۲۱ کلن لوبغاړی دی، په چټکه توپوهنه کې اوس په آی پي اېل کې ډېر مشهور دی.

هغه تر دې دمه په آی پي اېل کې په ۶ لوبو کې درې نیمه سلیزې او همدرانګه د کلکتې لوبډلې پر وړاندې د پنجشنبې په ماخستن ۸۲ منډې وکړې.

هغه په ۱۶۵ سټرایک رېټ باندې لوبېږي او تر اې بي ډیویلیرس وروسته دویم لوړ ګوزار کچ خاوند لوبغاړی دی.

د ډیویلیرس ګوزارکچ یا سټرایک رېټ ۱۷۴ دی.

هغه تر دې دمه د ډیلي په ګټه لوبو کې ۲۶۹ منډې کړي او له شېکردوان سره یوه غوره اوپننګ جوړه بلل کېږي.

د کلکتې پر وړاندې لوبه کې ده خور چټک سټارټ وکړ، د یادې لوبډلې هر بالر یې وټکاوه او ډېره چټکه لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.

هغه په ۴۱ توپونو ۸۲ منډې وکړې او بالاخره د پټ کمېنس په توپ کېچ شو.

پرېتوي شاو په خپله وروستۍ لوبه کې ۲۰۰ سټرایک رېټ مخته یوړ او د ډیلي لپاره یې لوبه په اسانۍ سره وګټله.

هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه او د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د پنجاب پر وړاندې لوبه کې یو ځل بیا راڅرګند شي.

د پرېتوي شاو پېژندګلوي

په ۱۹۹۹ کې د هند مارشترا ایالت کې زېږیدلی دی او اوس ۲۱ کاله عمر لري.

په ښي لاس چټکه توپوهنه کوي په ښي لاس اف بریک توپ اچونه هم کولای شي.

۵ ټېسټ لوبو کې یې ۳۳۹ منډې کړي، یوه لوبه کې یې ۱۳۴ لوړې منډې دي.

درې یو ورځنیو لوبو کې یې ۸۴ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۴۰ لوړې منډې دي.

آی پي اېل کې یې ۴۵ لوبې کړي، ۱۰۹۵ منډې یې پکې کړي او ۹ نیمه سلیزې یې وهلي دي.

۱۶۸ سانتي متره قد لري، ۲۰۱۸ کې د نولس کلنو لوبډلې لوبډلمشر و، ۲۰۱۸ کې یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ټېسټ لوبې پیل کړې او د ۲۰۲۰ په فبروري کې یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې یو ورځنیو لوبو کې د هند په ګټه ګډون وکړ.

د هند لپاره یې تر اوسه شل اوریزې نړیوالې لوبې نه دي کړي.

د لباس یا کرکټ کې یې د شرټ نمبر سل (۱۰۰) دی.

د خوښې شاټ یې کور ډرایف دی.

د رضوي په نامه عالي لېسې څخه فارغ شوی دی او د پلار نوم یې پنکاج شاو دی.

 

وروستي مطالب