د ګلېن مکسویل ژوند؛ له کرکټ مخکې یې څه کول او نور په زړه پوري

ګلېن مکسویل یو اسټرالیایي غوره الراونډر لوبغاړی دی، دی یو له هېټرانو توپوهونکو څخه دی او د توپوهنې الراونډر هم دی.
غواړو چې د دغه غوره کرکټ الرانډر د زده کړو او نور ژوند په اړه معلومات درکړو!
بشپړ نوم یې ګلېن مکسوېل دی، نور لقبونه یې مکسي او (د بېګ شو) دي او ګلېن جېمز مکسوېل په نامه هم یادېږي.
مکسوېل په ۱۹۸۸م کې د اکټوبر په ۱۴ مه د اسټرالیا په کیو وېکټوریا سیمه کې زېږېدلی دی.

مکسوېل اوس ۳۱ کاله عمر لري او مشهور اسټرالیایي کرکټر دی.
د نوموړي قد ۵ اعشاریه ۱۱ فوټه دی، چې ۱۸۰ سانتي متره کېږي.
پلار یې نیل مکسوېل نومېږي او مور یې بیا جای مکسوېل ده.
د مکسوېل ماشومتوب او له کرکټه مخکې ژوند؛
د مکسوېل یو مشر ورور شته چې ډانیل مکسوېل نومېږي. ډانیل مکسوېل په یوه خوراکي کمپنۍ کې پروفېسر دی.
مکسوېل په ځوانۍ کې د وېکټوریا ټیم لپاره لوبې پیل کړې او د بېلګراف کرکټ کلب کې یې مسلکي کرکټ زده کړ.
د ګلېن مکسوېل کرکټ؛
ګلېن مکسوېل په ۲۰۰۹م کې د وېکټوریا ټیم لپاره کورني کرکټ کې ښه وځلېد او له هغې وروسته په ۲۰۱۲م کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته ولاړ، ۲۰۱۲م کې یې یوه ورځنۍ او شل اوریزې رسمي لوبې په نړیواله کچه د اسټرالیا لپاره پیل کړې.
هغه کابو اته کاله لوبېدلی دی او لا هم په کرکټ کې د اسټرالیا لپاره بوخت دی.
۲۰۱۳م کې په یو میلیون امریکايي ډالرو، په آې پي ایل کې د ممبيي لوبډلې له خوا وپېرل شو او دی یو له قېمتي لوبغاړو څخه بلل کېده.
له رسمي کرکټ وروسته نوموړی په نړیوال کرکټ کې خورا ښه وځلېد او د ۲۰۱۹م نړیوال جام وړاندې د پاکستان خلاف سیریز کې دومره تکړه شو، چې د ټول سیریز د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته او د ده د ښې لوبې له کبله پاکستان د اسټرالیا له خوا وایټ واش شو.

د ګلېن مکسوېل ټوله بودیجه؛
د ګلېن مکسوېل اوسنۍ بودیجه سل لکه امریکایي ډالر ده، تر اوسه یې واده نه دی کړی او له ډېری نجونو سره یې اړیکې شته.
یوه له دغو نجونو، چې دی ورسره ملګرتیا لري، ویني رامان نومېږي او د هندوستان څخه ده.
د مکسوېل په اړه نور معلومات؛
ګلېن مکسوېل ۷۳ کیلو ګرامه وزن لري، په کرکټ کې یې د خوښې شاټ سوېچ شاټ دی، د سترګو رنګ یې روښانه شین دی.
د خوښې خواړه یې چرګ دی، بالرانو کې یې شېن وارن خوښېږي او په توپوهونکو کې یې ادم ګېل کرېسټ، سچېن ټېنډولکر او جانټي رودز خوښېږي.
د خوښې ګل یې سپین ګلاب دی، د خوښې موټر یې اډي او بي ایم ډبلیو دي.
د خوښې حیوانات یې پېشوګانې او سپي دي.
د خوښې لوبې یې کرکټ او فوټبال دي.
مذهب یې عیسوي دی، تر اوسه یې ښځه نشته او د جای اېج برګ په نامه نجلۍ سره مینه لري.
د هند او انګلستان پر وړاندې یې خوښېږي، چې لوبه وکړي.
نوموړی یو کوچنی کور لري، چې په آرامه ساحه کې یې آباد کړی دی.
 

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ