د کرکټ بیا پيل؛ سبا ویسټ انډيز او انګلستان سره مخ کیږي!

سپینه تجريدي ډیزاین

د کورونا وبا څخه راورسته سبا چهارشنبه د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د کرکټ لوبې له نندارچیانو پرته پېلیږي.
انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب درې ټیسټ لوبې لري، چې لومړۍ ټیسټ لوبه یې سبا چهارشنبه پیلیږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دا دوه هیوادونه به دوهمه ټیسټ لوبه د روانې جولای میاشتې په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه به بیا د روانې جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه پيل کړي.
دا درې واړه لوبې له نندارچیانو پرته په لوبغالي کې ترسره کیږي، خو د پخوانیو نندارچیانو شور به د لاوډ سپیکرنو له لاري لوبغاړو ته پلې کیږي.
کوربه انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلو وار له مخې دې سیالیو ته خپلې لوبډلې اعلان کړې دي.
د انګلستان اعلان شوې لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي:
معین علي، جېمز انډرسن، جوپرا ارچر، جانتان بریسټو، ډومینیک بیس، جېمز بریسي، سټارټ بروډ، روري بورنز، جوس بیټلر، زک کراولي، سام کوران، جوی ډینلي، بین پوکیز، لیویز ګریګوري، کېټون جینینګ، ډان لاوړینس، جاک لیچ، سقیب مومند، کریګ ایورټون، جېم ایورټون، متیو پارکینسون، اوولي پوپ، اوولي روبینسون، جې روټ، ډام سیبلي، بین سټوکس، اوولي سټون، امر ویرډي، کریس ووکس او مارک ووډ.
د ویسټ انډیز اعلان شوې لوبډله بیا په دې ډول ده:
جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف، کېمر روچ، سونیل امبریس، جوشا ډا سلوا، شېنون ګبریل، کیون هیرډینګ، کیل مایرز، پریسټون مکسوین، مارکیون مینډلي، شین موسیلي، انډرس پيلیپ، اوشین توماس او جومیل واریسن.

انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوې.