د کرکټ اړوند د یوې افغانې مېرمنې کتاب چاپ شو!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پلوشې عمري په نامه یوې هلمندۍ مېرمنې د «کرکټ د بیټ او بال لوبه» په نامه څو میاشتې وړاندې د کرکټ اړوند کتاب لیکلی و، چې اوس تازه چاپ شوی دی.
دا کتاب چې پلوشې عمري په ۸ میاشتو کې لیکلی، کابو په ۱۳۰ پاڼو کې یې د کرکټ په اړه بېلابېلې لیکنې کړې دي.
کرکټ د بیټ او بال لوبه په نامه دې کتاب کې پلوشه عمري د کرکټ د تاریخچې، د کرکټ فارمټونو، د کرکټ اصلاحاتو، د افغانستان کرکټ، نړیوال کرکټ او د کرکټ لوبې لپاره پر مهمو وسایلو ږغېدلې ده.

څه موده وړاندې اغلې پلوشې یاران ته وویل، چې د دغه کتاب له لیکلو څخه یې موخه دا ده، چې هېوادوال د کرکټ په لوبه په سم ډول پوه شي.
د دې په خبره د کورنۍ تشویق او خپلو هڅو د کتاب لیکلو موخې ته ورسوله.

نوموړې ویلې وو چې زه يوازې د کرکټ په دې کتاب اکتفا نه کوم، غواړم د ورزش په نورو برخو کې هم مالومات راټول کړم او کتابونه پرې ولیکم.
د پلوشې په وينا افغانستان کې د ورزش په برخه کې کتابونه خورا کم دي، خو که لاسنيوی يې وشي، ورزش ته به په ليکلې بڼه تر خپله وسه خدمت وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب