سپورټ کرکټ

د ۲۰۲۰م کال شل اوریز کرکټ جام احتمالي ګټونکې لوبډله

د کرېک ټرکر وېب پاڼې یوه لیکنه خبره کړې، چې په دې لیکنه کې یې د ۲۰۲۰م نړیوال شل اوریز جام د احتمالي ګټونکو لوبډلو یادونه کړې ده.

په ۲۰۲۰م کې د نړیوال شل اوریز جام اووم پړاو ترسره کېږي، په دې جام کې به شپاړس لوبډلې برخوالې وي او د اسټرالیا په چټکو ویشتن ځایونو به لوبې وکړي.

شل اوریزې نړیوالې لوبې په ۲۰۰۷م کې پیل شوې او لومړی نړیوال جام یې په سویلي افریقا کې ترسره شوی او اتلولي یې هندوستان ګټلې وه.

په ۲۰۰۹ز کې دویم پړاو نړیوال شل اوریز جام انګلستان کې ترسره شو او پاکستان وګاټه.

په ۲۰۱۰م کې شل اوریز جام په ویسټ انډیز کې ترسره شو، چې اتلولي یې انګلستان یوړه.

۲۰۱۲م کې شل اوریز جام په سریلانکا کې وشو او اتلولي یې ویسټ انډیز وګټله.

په ۲۰۱۴م کې نړیوال شل اوریز جام په بنګله دېش کې ترسره شو، چې اتلولي یې سریلانکا یوړه او هند ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

په ۲۰۱۶م کې شل اوریز نړیوال جام په هند کې ترسره شو او اتلولي یې ویسټ انډیز یوړه او انګلستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

د نړیوال شل اوریز جام په تېرو پړاوونو او ګټونکو لوبډلو مو ځکه رڼا واچوله، چې اوس د کرېک ټرکر تحلیل درته معلوم شي.

د ۲۰۲۰م کال نړیوال شل اوریز جام احتمالي ګټونکي هېوادونه

1 w.PNG

ویسټ انډیز؛ د وېب پاڼې په وېنا لومړۍ لوبډله چې ښایي په قوي احتمال نړیوال جام وګټي هغه ویسټ انډیزۍ لوبډله ده، د وېب پاڼې په وېنا ویسټ انډیز به ځکه دا کپ وړي، چې دوه ځلې یې مخکې هم ګټلی او ځوان پیاوړي لوبغاړي هم لري.

د لوبغاړو څخه یې د شی هوپ، نیکولس پوران او شېمرن هېټمېئر یادونه کړې ده.

په رښتیا هم درې واړه ښه وړ لوبغاړي دي.

اسټرالیا او د ۲۰۲۰م کال نړیوال جام ګټلو احتمال

اسټرالیا تر دې دمه هېڅ نړیوال جام نه دی ګټلی، خو پنځوس اوریز جامونه یې بیا ۵ ځلې ګټلي دي.

خو سږ کال قوي احتمال شته چې اسټرالیا دا نړیوال جام وګټي.

دا ځکه چې دا لوبډله اوسمهال ډېر وړ لوبغاړي لري، نوموړې لوبډله هم په توپ وهنه او هم په توپ اچونه کې پیاوړي لوبغاړي لري او بل خبره دا ده، چې ورلډ کپ هم د دوی په ویشتن ځایونو دی.

کرېک ټرکر وېب پاڼې ویلي چې د ګلېن مکسوېل، اېرون فېنچ، ډېوېډ وارنر، مېچل سټارک، پټ کمېنس او جاش هزل ووډ په شتون کې اسټرالیایي لوبډله ډېره پیاوړې ده.

انګلستان او د نړیوال جام ګټلو احتمالات

eng.PNG

انګلستان چې د کرکټ پنځوونکی هېواد دی، په دې وروستیو کې یې لوبډله خورا پیاوړې شوې ده، په ۲۰۱۰م کې یې شل اوریز جام وګاټه او ۲۰۱۹م کې یې پنځوس اوریز نړیوال جام وګاټه.

دا لوبډله اوس په شل اوریزو لوبو کې یوه پیاوړې لوبډله بلل کېږي.

د جېسن رای، جاس بټلر، جاني بېرسټو، ایئن مورګن، بېن سټوکس، جوفرا ارچر او عادل رشید په شتون کې انګلستان یوه ځواکمنه لوبډله ببل کېدای شي او ښایي نړیوال جام یوسي.

هندوستان د نړیوال شل اوریز جام ګټلو شونتیا

هندۍ کرکټ لوبډله په یو ورځنیو، ټېسټ او شل اوریزو لوبو کې وړ لوبغاړي لري او اوس وخت کې دا لوبډله خورا کش کې ده.

روهېټ شرما، ویرات کولي، شېکردوان، کی ایل راهول، هارډېک پانډیا او جسپرېت بومرا هغه لوبغاړي دي، چې د هندۍ لوبډلې د ملا تیر بلل کېږي او کولای شي، چې هند ته په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې دویمه اتلولي ورکړي.

india.PNG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې