اپریل 19, 2021

یوه لسیزه مخکې نړیوال جام کې څه پېښ شول، او د لوبډلو اوسنی حالت

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه لس کاله وروسته د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کواټرفاینل سیالیو ته کتنه کړې ده او د لوبډلو کارکرده ګي یې انځور کړې.

دوی دا چاره ځکه ترسره کړې، چې هغه وخت لوبډلې په کوم حالت کې وې او اوس یې حالت څنګه دی، ایا خپله وړتیا یې ساتلې او کنه لوبډله کې یې د پیاوړتیا او یا هم کمزورۍ څه تغیرات لیدل کېږي او کنه؟

۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې سریلانکا، هندوستان، اسټرالیا او پاکستان خورا فوم کې وو؛ خو اوس هندوستان او اسټرالیا لا هم خپل فوم ساتلی، د سریلانکا لوبډله په لویدلي حالت کې ده او ښایي چې نن، سبا یې ترې افغانستان هم وګټي.

ورسره د پاکستان لوبډله یو څه مناسب حالت کې ده، ډېره نه ده کمزورې شوې او لا هم د لوبو د ګټلو تمه ترې کېږي.

د سریلانکا لوبډلې له ویسټ انډیز څخه څو ورځې وړاندې په درې یو ورځنیو لوبو کې درې د صفر پر وړاندې ماته وخوړه.

پاکستان له نیوزیلېنډ څخه د ۲۰۲۱ کال په سرکې ماته وخوړه.

او د انګلستان او هندوستان درې یو ورځنۍ لوبې د سه شنبې په ورځ پیلیږي.

د انګلستان لوبډلې اوس په ځان ډېر کار کړی، لکه څنګه چې یوه لسیزه وړاندې د دوی لوبډله وه، اوس ډېره پیاوړې شوې ده.

د توپ وهنې برخې ته یې ځواکمن لوبغاړي راغلي، جېسن رای، بېرسټو، بټلر، جېمز وېنس، بېن سټوکس، معین علي او اېوېن مورګن.

د توپ اچونې برخه کې ورسره مارک ووډ، کرېس ووکس، جوفرا ارچر او ټام کورن شته.

یوه پېړۍ وړاندې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کواټر فاینل کې د پاکستان او ویسټ انډیز لوبډلې مخ شوې وې؛ خو ویسټ انډیز په ۴۳ اعشاریه ۳ اورونو کې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۱۱۲ منډې وکړې او پاکستان دا هدف په اوپننګ پوره کړ.

د پاکستان کرکټ لوبډله نیمه پایلوبې ته ولاړه.

بل پلو د اسټرالیا کرکټ لوبډله د هندوستان لخوا ماته شوه.

اسټرالیا ۲۶۰ منډې وکړې، چې یوراج سېنګ پکې دوه مهمې وېکټې واخېستې، یوراج په لس اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې ریکي پونټېنګ یې له سلیزې وروسته وسوځاوه او برېډ هېډین یې هم اوټ کړ.

هندوستان دا هدف په ۴۷ اعشاریه ۴ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

د هندوستان لپاره په اوپننګ کې ټېنډولکر ۵۳ منډې وکړې او ګمبیر هم ۵۰ منډې جوړې کړې.

هندوستان ۱۸۷ منډې کړې وې او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، چې یوراج سېنګ ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او اسټرالیا یې ماته کړه.

د دې لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم یوراج ترلاسه کړه.

له دې وړاندې اسټرالیا څلور ځلې د پنځوس اوریزو جامونو اتلولۍ ترلاسه کړې وې.

اخوا نیوزیلېنډ او سویلي افریقا سره مخ شوي وو، چې نیوزیلېنډ، سویلي افریقا ته په ۴۹ منډو ماته ورکړه او افریقا هم له سیمي فاینل څخه پاتې شوه.

د انګلستان او سریلانکا په لوبه کې انګلستان، سریلانکا ته ۲۲۹ منډې هدف ورکړی و، چې سریلانکا په لس وېکټو وګټله.

دېلشن ۱۰۸ ناسوځېدلې او اپال ترنګا ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

هندوستان بیا نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ولاړ، سریلانکا نیوزیلېنډ ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ولاړه.

بالاخره پایلوبه کې سریلانکا او هند مخ شول، چې هندوستان پایلوبه وګټله او ګاتم ګمبیر پکې ۹۷ منډې وکړې.

دا دویم ځل و چې هندوستان پنځوس اوریز نړیوال جام وګاټه، له دې یې وړاندې په ۱۹۸۳ کال کې هم ګټلی و.

لوبډلو ته کتنه

د سریلانکا لوبډله هغه وخت خورا فوم کې وه، د نړۍ بهترین لوبغاړي لکه سنګاکارا، دېلشن، ترنګا، مهیلا جایاوردنی، مورالي تارن او نور.

خو اوس دا لوبډله خرابه شوې او د ویسټ انډیز په څېر لوبډلې ترې درې لوبې سر په سر وګټلې.

د انګلستان لوبډله هغه وخت کمزورې وه، خو اوس یې ۲۰۱۹ کې نړیوال جام وګاټه.

د نیوزیلېنډ لوبډله کې هم مثبت تغیرات راغلي، تکړه لوبغاړي یې لوبډلې ته ور داخل شوي دي.

د افریقا لوبډله بیا خرابه شوې، ځکه تکړه لوبغاړي لکه هاشم امله، اې بي ډیویلیرس، مورنی مورکل، ډومني او جېکس کېلېس په څېر لوبغاړي ترې لاړل او لوبډله اوس لږ څه خراب حالت کې ده.

د هندوستان لوبډله اوس په ښه حالت کې ده او د ۲۰۱۱ کال په پرتله لا تکړه شوې ده.

د اسټرالیا لوبډله هم په یو ښه حالت کې ده او د نړۍ غوره لوبغاړي ورسره په بالېنګ او بېټېنګ کې شته.

بل پلو د بنګله دېش لوبډله تل په یو حالت کې وي او تغیرات پکې ډېر نه حس کېږي.

خو یوه لسیزه وروسته د افغانستان په څېر لوبډله هم لوبو کې ور داخله شوه او ایرلېنډ او زِمبابوې ځای یې ډک کړی دی.

خو ۲۰۱۹ کې یې د خلکو هیلې ځکه ورژولې، چې ۹ لوبې یې ټولې وبایللې او د پاکستان، هندوستان، سریلانکا پر وړاندې یې لوبې ډېرې نږدې کړې وې، ؛ خو افغان لوبډله ونه توانېده چې وې یې ګټي.

چې دې چارې افغانان خورا مایوسه کړل او له کرکټ سره یې علاقه هم یوه اندازه راکمه شوه.

هغه په دې مانا چې مخکې به د کرکټ لوبې خلکو په خورا شوق کتلې؛ خو اوس د افغانستان لوبو سره د پخوا په څېر ډېره علاقه نه لري او ډېره پورې په کرکټ بورډ انتقادونه زیات دي.

افغان لوبډله لا هم درې مهم جامونه په مخکې لري، ۲۰۲۱ کال اسیا شل اوریزو جام، ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام او ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام او دې درې واړو کې ځان ثابتول پکار دي.