د کرکټ لوبډلو حال او د لوبو ګټلو سلنه

 

افغان لوبډله له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۱ پورې هم په بریالیو لوبډلو کې شمېر ده.

افغانستان په دې دور کې ۱۲۹ نړیوالې لوبې کړي دي، چې له دې جملې څخه یې ۶۲ ګټلي، ۶۳ یې بایللي، یوه یې مساوي شوې او درې یې بې پایلې شوي دي.

د افغان لوبډلې د لوبو ګټلو سلنه یا فصدي ۴۹ اعشاریه ۶ ده.

د افریقا یوولس کسیزې لوبډلې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ ټولې ۶ لوبې کړي، چې یوه یې ګټلې، څلور یې بایللي او یوه لوبه یې بې پایلې شوې ده.

د دې لوبډلې د لوبو ګټلو سلنه ۲۰ ده.

د اسیا یوولس کسیزې لوبډلې په ۲۰۰۵ او ۷ کلونو کې ۷ لوبې کړي، چې ۴ یې ګټلي، دوه یې بایللي او یوه لوبه یې بې پایلې شوې ده.

د لوبو ګټلو سلنه یې ۶۶ اعشاریه ۶۶ ده.
د اسټرالیا لوبډلې له ۱۹۷۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۹۵۵ لوبې کړي، ۵۷۹ یې ګټلي، ۳۳۳ یې بایللي، ۹ یې مساوي شوي او ۳۴ یې بې پایلي شوي دي، د دې لوبډلې د لوبو ګټلو سلنه ۶۳ اعشاریه ۱۵ ده.

بنګله دېش له ۱۹۸۶ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۳۸۲ لوبې کړي، ۱۳۱ یې ګټلي، ۲۴۴ یې بایللي، کومه لوبه یې مساوي یا ټای شوې نه ده، ۷ لوبې یې بې پایلي شوي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۳۴ اعشاریه ۹۳ ده.

برموډا ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ پورې ټولې ۳۵ لوبې کړي، ۷ یې ګټلي، ۲۸ یې بایللي، د لوبو ګټلو سلنه یې ۲۰ ده.

کاناډا له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۱۴ پورې ۷۷ لوبې کړي، ۱۷ یې ګتلي، ۵۸ یې بایللي، دوه یې بې پایلې شوي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۲۲ اعشاریه ۶۶ ده.

ختیځې افریقا ۱۹۷۵ کې درې لوبې کړي، درې واړه یې بایللي دي.

انګلستان له ۱۹۷۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۷۵۵ لوبې کړي، چې ۳۷۹ یې ګټلي، ۳۳۹ یې بایللي، ۹ یې ټای شوي او ۲۸ یې بې پایلې شوي دي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۵۲ اعشاریه ۷۵ ده.

هانګ کانګ له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې ټولې ۲۶ لوبې کړي، چې ۹ یې ګټلي، ۱۶ یې بایللي، یوه یې بې پایلې شوې او د لوبو ګټلو سلنه یې ۳۶ ده.

د کرکټ نړیوالې شورا یوولس کسیزې لوبډلې په ۲۰۰۵ کې څلور لوبې کړې وې، چې یوه یې ګټلې وه، درې یې بایللې وې او د لوبو ګټلو سلنه یې ۲۵ وه.

هندوستان له ۱۹۷۴ څخه تر ۲۰۲۱ پوې ۹۹۳ لوبې کړي، چې ۵۱۶ یې ګټلي، ۴۲۷ یې بایللي، ۹ یې مساوي شوي او ۴۱ یې بې پایلې شوي دي، د لوبو ګټلو سلنه یې ۵۴ اعشاریه ۶۷ ده.

ایرلېنډ له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۱۶۴ لوبې کړي، ۶۹ یې ګټلي، ۸۴ یې بایللي، ۳ یې مساوي، ۸ یې بې پایلې شوي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۴۵ اعشاریه ۱۹ ده.

کینیا له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۴ پورې ۱۵۴ لوبې کړي، ۴۲ یې ګټلي، ۱۰۷ یې بایللي، ۷ لوبې یې بې پایلې شوي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۲۸ اعشاریه ۱۸ ده.

نمېبیا له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ټولې ۱۴ لوبې کړي، ۵ یې ګټلي، ۹ یې بایللي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۳۵ اعشاریه ۷۱ ده.

نېپال له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۱۰ لوبې کړي، پنځه یې ګټلي، پنځه یې بایللي او د لوبو ګټلو سلنه یې پنځوس ده.

نېدرلېنډ له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۹ پورې ۸۰ لوبې کړي، ۳۱ یې ګټلي، ۴۵ یې بایللي، یوه لوبه یې مساوي شوې او درې لوبې یې بې پایلې شوي دي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۴۰ اعشاریه ۹ ده.

نیوزیلېنډ له ۱۹۷۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۷۷۵ لوبې کړي، ۳۵۴ یې ګتلي، ۳۷۴ یې بایللي، ۷ لوبې یې مساوي شوي، ۴۰ یې بې پایلې شوي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۴۸ اعشاریه ۶۳ ده.

عمان له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۰ پورې ۱۱ لوبې کړي، ۸ یې ګټلي، ۳ یې بایللي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۷۲ اعشاریه ۷۲ ده.

پاکستان له ۱۹۷۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۹۳۳ لوبې کړي، چې ۴۹۰ یې ګټلي، ۴۱۴ یې بایللي، ۹ یې مساوي شوي، ۲۰ یې بې پایلې شوي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۵۴ اعشاریه ۱۶ ده.

پاپوا نیوګیني له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ پورې ۲۷ لوبې کړي، ۷ یې ګټلي، ۲۰ یې بایللي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۲۵ اعشاریه ۹۲ ده.

سکاټلېنډ له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې ۱۱۵ لوبې ترسره کړي، ۴۲ یې ګټلي، ۶۶ یې بایللي، یوه یې مساوي شوې او ۶ یې بې پایلې شوي دي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۳۸ اعشاریه ۹۹ ده.

سویلي افریقا له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۶۲۸ لوبې کړي، ۳۸۶ لوبې یې ګټلي، ۲۱۸ یې بایللي، ۶ یې مساوي شوي او ۱۸ یې بې پایلې شوي دي، د لوبو ګټلو سلنه یې ۶۳ اعشاریه ۷۷ ده.

سریلانکا له ۱۹۷۵ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۸۵۵ لوبې کړي، ۳۸۹ یې ګټلي دي، ۴۲۴ یې بایللي، ۵ یې مساوي، ۳۷ یې بې پایلې شوي او د ګټلو سلنه یې ۴۷ اعشاریه ۸۶ ده.

عربي متحده اماراتو له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۶۱ لوبې کړي، ۱۸ یې ګټلي، ۴۳ یې بایللي او د ګټلو سلنه یې ۲۹ اعشاریه ۵ ده.

د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۱۵ لوبې کړي، ۶ یې ګټلي، ۹ یې بایللي او د ګټلو سلنه یې ۴۰ ده.

ویسټ انډیز له ۱۹۷۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۸۲۸ لوبې کړي، ۴۰۴ یې ګټلي، ۳۸۴ یې بایللي، ۱۰ یې مساوي شوي، ۳۰ یې بې پایلې شوي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۵۱ اعشاریه ۲۵ ده.

او زِمبابوې له ۱۹۸۳ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۵۳۲ لوبې کړي، ۱۳۸ یې ګټلي، ۳۷۵ یې بایللي، ۸ یې مساوي، ۱۱ یې بې پایلې شوي او د لوبو ګټلو سلنه یې ۲۷ اعشاریه ۲۵ ده.

 

 

 

 




وروستي مطالب