ډېری کرکټ مبصرین او کرکټ لوبغاړي د لوبغالي اړخونو سره ستونزه لري او په پېژندلو کې یې پاتې راځي.
ځېنې وختونه داسې وي، چې یو خبریال یا ژورنالېست پوره تکړه وي؛ خو د رسنۍ د مشرانو له خوا د کرکټ تبصرې ته کېنول کېږي، چې تر څو په روانه لوبه په غږیزه او یا هم تلویزیون کې کمېنټري وکړي.
خو کله چې دی کمېنټري کوي او د لوبغالي اړخ یا کوم لوري ته چې توپ لوبېدلی وي د هغه نوم غلط واخلي بیا نو د مینه والو، لیدونکو او اورېدونکو له انتقادونو سره مخ کېږي.
دلته بیا مبصر خپل مینه وال له لاسه ورکوي.
دا چې کرکټ انګلیسي لوبه ده او ټول اصطلاحات یې په انګریزي ژبه دي؛ نو غوره بولم، چې تاسو ته د کرکټ د لوبغالي په اړه او شاټونو لوبولو اړوند معلومات درکړو.
ترډ مېن
پیل له وېکټ ساتنې برخې کوو، شاټ وهونکی توپ وهونکی که ښي لاسی وي او توپ ولوبوي، که توپ اېج شي او یا هم کټ شي او د کيپر یا وېکټ ساتونکي څنګ ته ښي طرف ته ولاړ شي دا نو لومړی سليپ دی او که توپ له بونډري یا پولې واوړي بیا نو ترډ مېن څلوریزه ده.
او که توپ په هوا له پولې واوړي بیا نو طبیعي خبره ده، چې ټرډ مېن شپږیزه ده، همداسې یوې او دوه منډو لپاره هم دا د ټرډ مېن کلمه د لوبغالي په یاد شوي طرف کې کارول کېږي.
کیڼ لاسي ته بیا خبره برعکس ده، کیڼ لاسي ته بیا همدا ساحه فاین لېګ راځي.
پواینټ
کله چې ښي لاسی توپ وهونکی د وېکټې له سر او یا هم اف سټم ته ولاړ فیلډر طرف ته شاټ ووهي او سرکل یا دایره کې فیلډ شي بیا نو شارټ پواینټ کلمه ورته کارېږي او کله چې توپ د بونډري په لوري لاړ شي او ترډ مېن ساحې سره نږدې ولوبېږي پواینټ طرف ورته وايي، کله چې توپ کاور طرف سره نږدې او کاور ته نه وي لوبېدلی بیا نو د ډیپ پواینټ اصطلاح ورته کارېږي.
که توپ له پولې سره د ځمکې له لارې پولې سره ولګېږي بیا پواینټ طرف ته څلوریزه وي او که په هوا ولاړ شي بیا پواینټ لوري ته شپږیزه کلمه ورته کارېږي.
د دې اصطلاح لپاره کور پاینټ او ډیپ کور پواینټ کلمې هم کارېږي.
بل که دایره کې توپ فیلډ شي او د ټرډ مېن په استقامت وي، بیا نو ورته ګلي کلمه کارېږي او که کیپر سره نږدې ونیول شي بیا لومړی سلېپ، دوهم سلېپ او دریم سلېپ کلمې کارېږي.
کور او کور ډرایف
کله چې توپ د پواینټ ساحې سره نږدې ولوبېږي او ایکسټرا کور ته نږدې وي، دې ته کور ډرایف وايي، دا هره ساحه یوه کرښه نه ده، بلکې ۳۶۰ درجې لوبغالي کې تقریبا د هر شاټ ساحه تر ۱۵ مترو پورې وي.
ایکسټرا کور
کله چې ښي لاسی توپ وهونکی د کور ډرایف څنګ کې توپ ولوبوي او اف لوري ته توپ ولاړ شي بیا نو ورته ایکسټرا کور کلمه کارېږي، همدارنګه که شاټ لا لانګ اف لوري ته ژور وي بیا ورته ډیپ ایکسټرا کور وایي، دا ټول شاټونه چې ښي لاسی یې اف طرف ته لوبوي د کیڼ لاسي لپاره برعکس دي، د کیڼ لاسي توپ وهونکي د ان سایډ شاټونه د ښي لاسي توپ وهونکي اف سایډ شاټونو سره یو شی راځي.
لانګ اف
د ایکسټرا کور او سټرېټ بونډریانو ترمنځ ساحې ته لانګ اف کلمه کارېږي، د لوبڅار څخه د پنځه یا لس مترو څخه لرې اف طرف ته چې توپ ولوبېږي، دې ته بیا لانګ اف کلمه کارېږي.
که همدا توپ د فیلډر له خوا سرکل یا دایره کې دننه ونیول شي، بیا ورته مېډ اف کلمه کارېږي.
همدا رنګه دننه دایره کې د ایکسټرا کور شاټ نیولو ته بیا شارټ ایکسټرا کور او یا هم اېن سایډ د سرکل کلمه هم کارېږي. مثلا مبصر باید ووایي توپ د دایرې د ننه یا شارټ ایکسټرا کور کې فیلډ شو.
سټرېټ یا مستقیم
سټرېټ هغه شاټ او د لوبغالي هغه لوري ته ویل کېږي، چې توپ مخامخ ولوبېږي د توپ اچوونکي او لوبڅار په لوري لوبېدونکی شاټ سټرېټ دی.
له لوبڅار او توپ اچوونکي سره که په دوه مترۍ کې توپ ولاړ شي او بونډري خواته ولوبېږي، بیا ورته ویل کېږي، توپ سیده او یا هم سټرېټ ولوبېد.
لانګ ان
لانګ ان بیا د سټرېټ یا سیده بونډري څنګ ته د لوبڅار ښي لاس ته ساحه ده، دا بونډري د توپ وهونکي له خوا ان سایډ باندې لوبېږي، مېډ وېکټ او ډیپ مېډ وېکټ پورې ساحه تر پوښښ لاندې نیسي.
که توپ په همدغه یاد شوي مسیر ولوبېږي او له دایرې څخه بهر شي بیا ورته لانګ ان شاټ ویل کېږي.
او که په دایره کې دننه فیلډ شي بیا ورته مېډ ان کلمه کارېږي. دا طرف د ښي لاسي توپ وهونکي کیڼ لاس ته ساحې دي.
ډیپ مېډ وېکټ
ډيپ مېډ وېکټ شاټ د لانګ ان سره نږدې ساحې ته کارېږي او د مېډ وېکټ سره بیخې نښتې ساحه وي.
مېډ وېکټ
دا هم د ان سایډ یوه برخه ده، دا د ډيپ مېډ وېکټ سره بیخي نږدې ساحه ده او دې سره بیا ډیپ سکوېر لېګ سیمې سره نږدې برخه ده.
لېګ سټمي توپ وهونکي ډېری شاټونه په همدغه لوري لوبوي.
ډيپ سکوېئر لېګ
د مېډ وېکټ سره نږدې او سکوېر لېګ سره تړلې برخه ده، چې تر ډېره پورې توپ لېګ خواته وي، دې ته بیا د سکوېر لېګ ساحه ویل کېږي.
سکوېر لېګ
دا ساحه له ډیپ سکوېر لېګ سره تړلې، د ډیپ سکوېر لېګ او فاین لېګ ترمنځ سیمه ده.
فاین لېګ
کله چې توپ د توپ وهونکي له خوا د چپې پښې څنګ کې ولوبېږي او د وېکټ ساتونکي څخه لرې د توپ وهونکي کیڼ لاس ته شا طرف ته ولاړ شي بیا ورته فاین لېګ کلمه کارېږي.
او که بیخي د کيپر خواته او د توپ وهونکي شاته ولاړ شي بیا ورته ویري فاین لېګ کلمه کارېږي.
زیاتره اېن سایډ اېج توپونه ویري فاین لېګ ته ځي.
دا اصطلاحګانې او لوري پېژندل کولای شي، چې تاسو سره د مسلکي مبصرۍ او کمېنټرۍ په برخه کې مرسته وکړي.
کولای شئ په دغې ویډیو کې پرې پوره پوه شئ.