د کرکټ مینوال، بارانونو تر پوزې راوستل

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د کرکټ هغه مینوال چې کرکټ یې په زړه ورننوتی او لیدلو ته یې خورا لیواله دي، دوی شکایت کوي، چې د کرکټ لپاره باید اب و هو بدله شي.
اورښت او د هوا حالات مخکې هم په کرکټ ډېر منفي تاثیرات غورځولي دي، حتی د نړیوالو پنځوسو اوریزو جامونو لوبې، ټېسټ لوبې او ان شل اوریزې لوبې یې ننګولي دي او ستونزې یې جوړې کړې دي.
تازه د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د درې اړخیز سیریز هغه پایلوبه چې لیدلو او اورېدلو ته یې د افغانستان ډېری اوسېدونکی په تمه وو، باران لغوه کړه.
د افغانستان او بنګله دېش د پایلوبې نه ترسره کولو د افغانانو په ګډون ډېری کرکټ مینوال نهیلي کړل.
اوس د کرکټ مینوال له کرکټ نړیوالې شورا غواړي، چې یا د دې ستونزې غم وخوري او یا هم داسې ځایونو کې لوبې برابرې کړي، چې موسمونه یې ډېر باراني نه وي.
انګلستان، افریقا، ویسټ انډیز، سریلانکا، هند، بنګله دېش او پاکستان کې بارانونه زیات کېږي او دې هېوادونوکې زیاتره وخت کرکټ د باران له امله لغوه شوی دی او مهمې لوبې یې بې پایلې کړي دي.
د اسټرالیا او انګلستان پنځه اشیز ټېسټ سیالیو کې اب و هوا یو چلېنج و او له هغې راوروسته د هند او افریقا سیریزکې هم لومړۍ شل اوریزه لوبه باران لغوه کړه، اوس د ټېسټ لوبو لپآره هم اندېښنې شته، چې ښایي باران یې وننګوي.
rain 3.jpg
بل پلو د سپټمبر په ۲۷ مه نېټه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د پاکستان په کراچۍ ښارکې د یو ورځنیو لوبو لړۍ پېلېده، چې لومړۍ لوبه شدید اورښت پرېنښوده چې ترسره شي او دوهمه لوبه یې له ۲۹ مې نېټې د سپټمبر ۳۰ مې ته وځنډوله، ځکه چې کراچۍ ښارکې لا هم هوا حالات باراني دي او سړکونو باندې اوبه روانې دي او لوبغالي لامده دي.
که د دوو میاشتو وړاندې نړیوال جام ته سر ورښکاره کړو، ۲۰۱۹ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په انګلستان کې ترسره شو، چې هغه جام کې هم شا او خوا ۷ لوبې باران اغېزمنې کړې او حتی نیمه پایلوبه یې هم باران دوهمې یا ریزرف ورځې ته وغځوله.
د کرکټ مینوال د دې حالت بدلول غواړي او د کرکټ نړیوالې شورا غواړي چې دې ستونزې ته حد اقل حل وپلټي.
تر دې دمه په ټوله نړۍ کې یو سر پوښلی کرکټ لوبغالی دی، چې هغه هم د مېلبورن لوبغالی دی او اسټرالیا کې موقیعت لري.
د کرکټ نړیواله شورا دوه لارې لري، چې له دغه ستونزمن حالت څخه ځان راوباسي، چې یوه یې د سرپوښلو مېدانونو جوړول دي او بل یې په هغو سیمو کې د ټورنمنټونو جوړول دي، چې اورښتونه پکې کم کېږي.
 
 

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.