یاران سپورټس
د هندوستان کرکټ لوبډلې پخواني کیڼ لاسي ځواکمن منځني توپ وهونکي سورېش رېنا له کرکټ بورډ غوښتي چې د هندوستان هغو کرکټ لوبغاړو ته دې په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازه ورکړي، چې د هندوستان د کرکټ بورډ رسمي مالي قراردادونه نه لري.
په نوي قرارداد کې سورېش او یو شمېر نور لوبغاړي د هندوستان د کرکټ بورډ قرارداد کې نه دي شامل.
سورېش رېنا وایي
“موږ ته باید یو یا دوه بهرنیو لیګونو کې اجازه راکړل شي چې مو تجربه لا پخه او زیاته شي.”
هغه د یوسف پټان او روبېن اوتاپا یادونه هم کړې ده او ویلي یې دي، چې ډېر نور باکیفیته او وړ لوبغاړي شته او اړتیا لري چې کرکټ وکړي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې اصول داسې دي، چې د هند کرکټ لوبډلې لوبغاړی نه شي کولای، له هندوستان داخلي او ملي او نړیوالو لوبو پرته نورو لیګونو او لوبډلو کې ولوبېږي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې دا اصول د کرکټ نړیوالې شورا سره په همغږۍ وضع کړي دي.
اوس رېنا له کرکټ نړیوالې شورا هم غوښتي، چې د هندوستان کرکټ بورډ سره یو توافق ته ورسېږي او لوبغاړو ته بهرنیو سوداګریزو کرکټ لیګونو د لوبېدو حق ورکړي.
سورېش رېنا او کرکټ ته یې کتنه
سورېش رېنا په ۲۰۰۵م کې د هندوستان لوبډلې ته راغی او تر ۲۰۱۸م پورې د هند په لوبډله کې یو مطرح الراونډر لوبغاړی بلل کېده.
۱۸ ټېسټ لوبو کې یې ۷۶۸ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۲۰ دي.
یوه سلیزه او ۷ پنځوسیزې یې وهلي دي.
په ۲۲۶ یو ورځنیو لوبو کې د هندوستان لپاره برخوال و، چې ۵۶۱۵ منډې یې پکې کړي، یوه لوبه کې یې ۱۱۶ لوړې منډې دي، ۵ سلیزې او ۳۶ پنځوسیزې یې وهلي دي.
۷۸ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۶۰۴ منډې کړي، یوه لوبه کې یې ۱۰۱ لوړې منډې دي او د سریلانکا خلاف ۲۰۱۰م نړیوال شل اوریز جام کې یې سلیزه وهلې وه.
یوه سلیزه او ۵ پنځوسیزې یې جوړې کړي دي.
آی پي اېل کې یې ۱۹۳ لوبو کې برخه اخیستې، ۵۳۶۸ منډې یې پکې کړي، یوه سلیزه یې وهلې او ۳۸ یې پنځوسیزې وهلي دي.
په آی پي اېل کې ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د ګوجرات لاینز لوبډلې لوبډلمشر و او له هغې وړاندې په چینای سوپر کېنګز لوبډله کې لوبېده.
۲۰۱۹م آی پي اېل کې هم له چېنای لوبډلې سره مل و.