مارچ 8, 2021

طالب واکمني،کرکټ او پاکستان سره لوبه؛ د طالبانو المپیک ریس یې بیانوي

Advertisements

د طالبانو د واکمنۍ د المپیک کمېټې ریس مولوي قلم الدین په یوه تازه مرکه کې د دغې واکمنۍ پر مهال د ورزش کارانو او خاص ډول کرکټ لوبې د وضعیت په اړه خبرې کړي.
د کرکټ لومړی فدراسیون
مولوي قلم الدین، چې د لوګر د بره کي برک اوسیدونکی دی، وایي اوسنۍ کرکټ لوبه پخوا د توپ ډنډې په نوم په مختلفو سیمو کې ترسره کیده.
د ده په وینا د المپیک ملي کمېټې د ریاست پرمهال یې په لومړي ځل د کرکټ فدراسیون جوړ شو.
د قلم الدین په خبره هغه مهال الله داد نوري د کرکټ فدارسیون ریس و.
تش لاسی المپیک
قلم الدین د المپیک د ریاست د وخت تش لاسي یې یادوي او وایي، نه یې کوم منظم دفتر و او نه د لوبو او لوبغاړو لپاره د تشویش امکانات.
دا پخوانی طالب چارواکی وایي د المپیک ریاست پر وخت یې ان د خپل دفتر د انګړ د سمبالولو وس هم نه درلود.
د ده په وینا د دفتر چمن ته یې د اوبو ورکولو لپاره هم یو جنراتور، د ناستې فرش او نور شیان په سوداګرو ځانته اخیستل.
د فوټبال دوره
یاد شوی پخوانی طالب مقام وایي، چې د واکمنۍ پر وخت یې کرکټ نه د فوټبال لوبه ډېره عامه وه او زیات مینه وال یې لرل.
د ده په وینا ده خپله هم وخت په وخت د فوټبال لوبه کوله.

لوبغالي که د شکنجو میدان؟
د طالب واکمنۍ پر مهال د کابل ځینې ورزشي لوبغالي د جمعې په ورځ معمولا د حد جاري کولو سیمې وي.
حد د اسلامي شریعت له مخې هغه سزا ده، چې یوه مجرم ته یې د ورکولو حکم شوی وي.
د اسلامي شریعت تطبیق او حد جاري کول د شریعت له مخې د واکمنې شرعي محکمې صلاحیت دی، خو طالبان تورن دي چې حتا بې علمه او بې مسولیته کم عمره جنګیالیو یې پر خلکو ځانته د حدودو د جاري کولو صلاحیت ورکړی و.
د طالب واکمنۍ پر وخت په حدودو محکوم شوي کسان چې څوک به په غلا، څوک په ږیرې خرییلو او څوک په نورو جرمونو تورن وو؛ په ورزشي لوبغالو کې د رخصتیو پر وخت ورته خلک له مخکې خبرول کیدل او بیا طالب وسله والو خپل حدود پرې تطبیقول.
د حدودو په سزاوو کې لاس یا لاسونه پرې کول، په درو وهل، د تورن مخ تورول او نورې سزاګانې شاملې وې.
د طالبانو د المپیک دغه ریس، چې د هغوی د واکمنۍ په وروستي وخت کې یې دغه دنده پر مخ وړله، وایي د ریاست پر مهال یې له لوبغالو څخه د حدودو د تطبیق لپاره استفاده نه ده شوې.
له پاکستان سره لومړۍ لوبه
مولوي قلم الدین وایي د ده د المپیک د ریاست پر وخت افغانستان په لومړي ځل له پاکستان سره د کرکټ لوبه وکړه.
د قلم الدین په وینا افغان لوبډلې ته یې د راولپنډۍ سیالۍ ته له ورتلو مخکې وویل چې د لوبې له پایلې سره یې نور کار نه لري، خو که د لوبې پر وخت یې د لوبې میدان کې اذان او په جمعې سره لمونځ ادا کړ، جایزه به ورکړي.
دا طالب چارواکی وایي، چې افغان کرکټ لوبډلې د لوبې پر وخت همداسې وکړل او دوی د وعدې مطابق ورته جایزه ورکړه.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ