ليکنه: مدثر دعوت
تير ۲۰۱۸ز کال د شل اووريزو لوبو لپاره يو له هغه کلونو څخه وو چي يادي لوبي په ډير بريالي ډول پکښې ترسره سولې.
افغانستان کرکيټ ملي لوبډله تربلي هري لوبډلي قوي او بريالۍ وه،او ويې سول کولای چي په تير کال کي خپلي ۷ واړه لوبي وګټي نو ځکه يې د بريا فيصدي پوره سل وه.
هندۍ لوبډلي او پاکستان هم تر افغانستان وروسته ډيري ښه لوبي وکړلې خو د بنګلديش، زيمبابوې او ايرلينډ لپاره ډير بيخونده کال وو.
په شل اووريزو لوبو کي سليزه وهل اسانه خبره نده،ځکه دلته اړتيا ده چي په هر توپ منډه وسي او چټکه لوبه ترسره سي پداسي حال کي بيا وکيټ ژر له منځه ځي.
ډیر لوبغاړي سته چي د تيرکال په تجارتي ليګونو کي يې سليزي وهلي، يومثال يې د حضرت ځاځي دی، چي په افغانستان پريمرليګ کي د ننګرهار لوبډلي په وړاندي يې ۱۲۴ منډي وکړلې.
خو پدې ليکنه کي د هغو توپ وهونکو په اړه مالومات لوستلای سئ چي تير کال يې په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي يې سليزي وهلي دي:
۱ـ روهيت شرما ( ۲ سليزي )
روهيت شرما هغه لوبغاړی دی چي د کرکيټ په ټولو فارمټونو کي په خورا جرأت او قوي مرال سره لوبه کوي.
روهيت په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي اکثريت وخت دخپلي لوبډلي د بريا اصلي څيره وي.
د هندوستان کرکيټ ملي لوبډلي دغه ۳۱ کلن لوبغاړي د خپلو شل اووريزو لوبو پيل په ۲۰۰۷ز کال کي د انګليستان په وړاندي وکړ،نوموړي تردې مهاله ۹۰ شل اووريزي لوبي کړي او په ۳۲،۹ اوسط سره يې ۲۲۳۷ منډي کړي.
روهيت شرما يواځنی توپوهونکی دی چي په ۲۰۱۸ز کال نړيوالو شل اووريزو لوبو کي يې ۲ سليزی وهلي.
د جولای په اتمه نيټه يې ۱۰۰ منډي د انګليستان په وړاندي او د نومبر په شپږمه نيټه يې ۱۱۱ منډي د ويسټ انډيز په وړاندي ترسره کړلې.
نوموړي په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۴ سليزي وهلي دي.
۲ـ ارون فينچ ( ۱۷۲ منډی د زيمبابوې په وړاندي )
د اسټرالیا کرکيټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی ارون فينچ چي د ډير وخت لپاره يې د کرکيټ د نړيوالي شورا د شل اووريزو لوبو د درجه بندۍ پر لومړي مقام حکومت کوی اوس هم د نړۍ دغوره توپ وهونکو څخه شميرل کيږي.
۳۲ کلن فينچ خپله لومړنۍ شل اووريزه لوبه په ۲۰۱۱ز کال کي د انګلينډ په وړاندي ترسره کړل چي په هماغه لوبه کي يې ۱۵ منډي وکړلې،خو وروسته ترهغې دخپلي لوبډلي لپاره يو غوره توپوهونکی ثابت سو.
ارون فينچ د اسټراليا لپاره ۵۰ نړيوالي شل اووريزي لوبي کړي،په ۳۸،۶۷ اوسط سره يې ۱۶۶۳ منډي کړي ، ۹ نيمه سليزي او ۲ سليزي يې وهلي دي.
نوموړي خپله دويمه سليزه په ۲۰۱۸ز کال کي د زيمبابوې په وړاندي ترسره کړل.
فينچ د زيمبابوې په وړاندي په ۷۶ توپونو ۱۷۲ منډی ترسره کړلې،۱۶ څلوريځي او ۱۰ شپږيزي پکښې شاملي وې، دا په يوه لوبه کي د کريس ګيل تر ۱۷۵ منډو وروسته په دويم مقام کي ډيري منډي دې.
ارون فينچ په ۲۰۱۸ز کال کي ۱۷ نړيوالي شل اووريزي لوبي کړي،چي په ۴۰،۸۵ اوسط او ۱۷۶،۴۱ سکرايټ ريټ سره يې ۵۳۱ منډي کړي.
۳ـ مارټين ګوپټيل ( ۱۰۵ منډي د اسټراليا په وړاندي )
نيوزلينډی مارټين ګوپټيل په نړيواله سطحه يو غوره او پياوړی توپوهونکی دی،نوموړي په خپلي ملي لوبډلي کي يو له هغو لوبغاړو څخه دی چي حساب پرې کيږي.
ګوپټيل نړيوال کرکيټ په ۲۰۰۹ز کال کي پيل کړ.
نوموړي لومړنۍ ټيسټ لوبه د هندوستان،لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه د ويسټ انډيز او لومړنۍ شل اووريزه لوبه د اسټراليا په وړاندي ترسره کړل.
په هرصورت،ګوپټيل په ۲۰۱۶ز کال کي د ټيسټ کرکيټ څخه په داسي حال کي تقاعد سو،چي په ۴۷ لوبو کي يې ۲۵۸۶ منډي کړي وې، ۳ سليزي او ۱۷ نيمه سليزي يې وهلي وې، اوس يوازي شل اووريزي او يو ورځنۍ لوبي کوي.
نوموړي په شل اووريزو لوبو کي خپله دويمه سليزه د اسټراليا په وړاندي په ۲۰۱۸ز کال کي ترسره کړل.
مارټين په ۵۴ توپونو ۱۰۵ منډي وکړلې چي ۶ څلوريځي او ۹ شپږيزي پکښې شاملي وې.
په ۲۰۱۸ز کال کي ده په ۱۰ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي په ۴۱.۰۰ اوسط سره ۴۱۰ منډي وکړلې.
۴ـ کولين منرو ( ۱۰۴ منډي د ويسټ انډيز په وړاندي )
د نيوزلينډ يو بل لوبغاړي،کيڼ لاسي توپوهونکي کولين منرو، لومړنۍ نړيواله شل اووريزه لوبه په ۲۰۱۲ز کال کي دسويلي افريقا په وړاندي ترسره کړل،په هماغه لوبه کي يې ۲۳ منډي وکړلې.
خو اوسمهال په شل اووريزو لوبو کي په بې رحمه توپوهونکي پيژندل کيږي،په ځانګړي ډول د نيوزلينډ لپاره.
کولين منرو دويم لوبغاړی دی چي په ۲۰۱۸ز کال کي د نيوزلينډ لپاره په نړيواله شل اووريزه لوبه کي سليزه وهي.
کولين د جنوري په دريمه د ويسټ انډيز په وړاندي په ۵۳ توپونو ۱۰۴ منډي ترسره کړلې، ۳ څلوريځي او ۱۰ شپږيزي پکښې شاملي وې.
منرو د خپل هيواد لپاره په ۴۸ نړيوالو شل اووريزو لوبوکي په ۳۳،۶۱ اوسط سره ۱۲۷۷ منډي کړي او ۴ وکيټي يې په خپل نوم کړي.
نوموړي په ۲۰۱۸ز کال کي ۱۲ نړيوالي شل اووريزي لوبي کړي،په ۱۶۱،۱۲۴ سکرايټ ريټ سره يې ۵۰۰ منډي کړي،چي يوه سليزه او ۴ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.
تير کال د کولين منرو لپاره په ۲۰ اووريزو لوبو کي تر ټولو غوره کال وو.
۵ـ ګلين مکسويل ( ۱۰۳ منډي د انګلستان په وړاندي )
ګلين مکسويل د نړۍ هغه څيره او نوم دی چي د کرکيټ هر مينوال يې پيژني.
تيزه توپوهنه،غوره ډګرساتنه،ښه توپ اچوونه او اوږدې شپږيزي، د اسټرالياوي مکسويل د هرچا خوښيږي.
۳۰ کلن مکسويل خپله لومړنۍ نړيواله لوبه په ۲۰۱۲ز کال کي د اسټراليا په وړاندي ترسره کړل.
نوموړي د اسټراليا لپاره ۵۷ نړيوالي شل اووريزي لوبي ترسره کړي،په ۳۱.۲۸ اوسط سره يې ۱۳۴۵ منډي کړي.
په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي يې ۲۶ وکيټي په خپل نوم کړي ، همدارنګه يې پنځه نيمه سليزي او ۲ سليزي وهلي دي.
مکسويل خپله دويمه سليزه په ۲۰۱۸ز کال کي د انګلستان په وړاندي ووهله.
ده خپله سليزه په ۵۸ توپونو پوره کړل، ۱۰ څلوريځی او ۴ شپږيزي پکښې شاملي وې.
ګلين مکسويل په ۲۰۱۸ز کال کي ۱۹ نړيوالي شل اووريزي لوبي کړي چي ۳۶،۱۴ اوسط او ۱۴۳،۷۵ سټرايک ريټ سره يې ۵۰۳ منډي کړي.
۶ـ لوکيش راهول ( ۱۰۱ منډي د انګليستان په وړاندي )
کي ال راهول د کرکيټ تر بل هر فارمټ په ټيسټ کي ښه لوبه کوي،خو په هندوستان پريمرليګ کي د ښه ځليدا په خاطر په يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو کي هم دهندوستان کرکيټ ملي لوبډلي مهم غړی دی.
راهول خپله لومړنۍ شل اووريزه لوبه په ۲۰۱۶ز کال کي د زيمبابوې په وړاندي ترسره کړل.
نوموړي تر دې مهاله په ۲۵ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۷۸۲ منډي کړي ،څلور نيمه سليزي او دوې سليزي پکښې شاملي دي.
۲۶ کلن راهول لومړنی هندی لوبغاړی وو چي په ۲۰۱۸ز کال کي يې سليزه ووهل.
نوموړي د انګلستان په وړاندي په ۵۴ توپونو او ۱۸۷.۰۳ سټرايک ريټ سره ۱۰۱ منډي وکړلې، چي ۱۰ څلوريځي او ۵ شپږيزي پکښې شاملي وې.