پاکستانیان د سریلانکا ښه راغلاست ته لاس په نامه ولاړ دي

رنګین تجريدي ډیزاین

سریلانکا د اکټوبر میاشتې په سر کې پاکستان ته راغلې وه، او د شل اوریزو لوبو په سیریزکې یې پاکستانۍ لوبډله په خپل کورکې وایټ واش کړه.
اوس د سریلانکایي لوبډلې د خولې خوند جوړ دی او غواړي چې د روان کال په وروستۍ میاشت کې یو ځل بیا پاکستان ته سفر را وکړي.
دوه سریلانکایي چارواکو د دغه سفر جریان تشرېح کړی دی، د سریلانکایي کرکټ بورډ اجرایوي مشر اشلي ډيسېلوا د خپلې لوبډلې تېر سفر مثبت بللی دی.
سریلانکایي چارواکي وایي اوس د خپلې لوبډلې صفتونه کوي او غواړي چې د امنیتي حالت څخه وېرېدلي لوبغاړي تشویق کړي، ترڅو زړه نا زړه لوبغاړي را ډاډه کړي، ترڅو پاکستان ته د سریلانکا پیاوړي لوبغاړي، لکه ملېنګا، تېسارا پرېرا، انجلیو متیوز، کوسال مېنډس او نور هم سفر وکړي.
په تېر سفر کې د سریلانکا مشهور او پیاوړي لوبغاړي پاکستان ته نه وو تللي، بلکې نوي او ځوان لوبغاړي یې پاکستان ته راغلي وو.
اوس د سریلانکایي کرکټ بورډ اجرایوي برخه لګیا ده، چې د سفر په اړه چمتو والی ونیسي.
اوس پاکستانی کرکټ بورډ هم لګیا دی، چې سریلانکایي کرکټ بورډ تشویق کړي، ترڅو خپل مشهور لوبغاړي هم سکواډ کې شامل شي او پاکستان ته سفر وکړي.
اوس د پاکستان ښارونوکې پاکستاني وګړي بېنرې په لاس ګرځېږي او سریلانکا ته د ښه راغلاست شعارونه ورکوي.
دوی په بېنرونو لیکلي دي، چې ویلکم سریلانکا یعنې ښه راغلاست سریلانکا.
پاکستان غواړي چې له ۱۰ کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا کرکټ دې هېواد ته راوړي؛ ترڅو د کرکټ نړیواله شورا پاکستان کې نړیوال کرکټ ته په ډاډه زړه اجازه ورکړي.
سریلانکا او پاکستان د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه لومړۍ ټېسټ لوبه په راوېل پېنډۍ سیمه کې کوي او دوهمه ټېست لوبه به د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه په کراچۍ ښار کې ترسره شي.
پاکستان کې له ۲۰۰۹ م کال راهیسې نړیوالې لوبې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا منع اعلان شوي او علت یې ناسم امنیت یاد شوی دی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.