سپورټ کرکټ کرونا

له کرونا ویروس وروسته د کرکټ حال

د ۲۰۲۰ز د یکشنبې په ورځ د مارچ په لومړۍ نیټه، کریکټ یو له هغو لوبو څخه وه، چې په نړۍ کې دومره مشهور شو چې د هرچا په خوله یې نوم زمزمه کېده، د لوبو حال داسې و چې نیوزیلینډ په ټیسټ لوبه کې د هندوستان کوربه توب وکړ، بنګله دیش د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه ، سریلانکا د ویسټ انډیز پر وړاندې خپله شل اوریزې لوبې بشپړې کړې، د ښځو په نړیوال شل اوریز جام کې دوه لوبې وشوې او د پاکستان سوپر لیګ کې هم لوبې د مارچ تر ۱۷ مې نېټې روانې او د لوبو حال په ژوندۍ بڼه له تلویزیونونو خپرېده.

هندوستان چې د کرکټ برخه کې خورا بارز او برجسته رول لوبوي، د کرکټ له خوا غني هېواد و او لوبغالي به یې هر وخت مصروف وو؛ خو که اوسني کرونایي حالت کې تاسو د هندوستان د کرکټ حال وګورئ، خورا زیات به خفه شئ، ځکه د کرکټ د یو مینوال په صفت د لوبو درېدل به تاسې پرېشانه کړي او دې چارې د کرکټ اقتصادي روح ته خورا تاوان ورساوه.

وړاندې له کرونا د هندوستان په تلویزیوني ورزشي چېنلونو د سهار له ۴ بجو د شپې تر ناوخته لایف او نورې تکراري لوبې کتلای شوای او د کرکټ تنده مو خړوبېده؛ خو اوس هرڅه بدل دي، د ژوندی کرکټ لوبو نشر نشته او دا هر څه د کرونا وبا له لاسه.

لکه څنګه چې د ورزش نړۍ بنده ده او لوبې ځنډېدلي؛ خو بیا هم ځېنې هېوادونه د کرکټ د تر سره کولو خوبونه په حقیقت بدلوي.

په سخت وضعیت کې په تایوان کې لس اوریز لیګ لس ورځې په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.

د امریکا په سنېټ وینسي کې لس اوریز کرکټ لیګ د جمعې په ورځ د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شو.

خو دا هرڅه بسنه نه کوي، ځکه د کرکټ مینوال غواړي، چې افغانستان، اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلېنډ، پاکستان، ویسټ انډیز، انګلستان، بنګله دېش او نورې په زړه پورې لوبډلې د کرکټ په لوبغالو وګوري او لوبې یې ننداره کړي.

د کرکټ برخه کې پانګونې کرکټ ته لا پرمختګ ورکړ، د سوداګریزو لیګونو ترسره کېدل او کرکټ کې د ټېکنالوژۍ کارولو کرکټ لا د خوند او لیدو خواته روان کړی دی.

خو کرونا ویروس کرکټ په اقتصادي لحاظ وځپه او دې چارې د کرکټ پرمختګ ته یو څه ستونزې جوړې کړې.

د کرکټ یواځې همدا برخه نه ده، چې تاسې یې د پردې پرمخ او یا هم لوبغالو کې له نږدې ګورئ، بلکې د دې ترشا ستر سوداګریز کاروبار روان دی.

د بېټونو جوړولو لسګونه کمپنۍ د نړۍ په هېوادونو کې فعالیت کوي، چې ځېنې بېټونه یې خورا لوړ قېمته دي، دې کمپنیو کې سلګونه او ان زرګونه کار کوونکي کار کوي او ان تر پلورونکو پورې پکې په اقتصادي لحاظ بوخت دي.

د کرکټ د توپ جوړولو کمپنیو هم همدا حال دی، د کرکټ لپاره د بوټانو جوړولو کمپنیو، د لباس جوړولو کمپنیو، د وېکټو جوړولو کمپنیو، د لوبغالو د ترمیم شرکتونه، د لوبغاړو د لېږد رالېږد موټرو کمپنۍ، د پېډ جوړولو کمپنۍ، د هېلمېټ یا خولۍ جوړولو کمپنۍ، د بېګ جوړولو کمپنۍ، د کرکټ ټېکنالوژۍ کمپنۍ، هوټلونه، پآرکونه، کرایه کورونه، د الوتکو پروازونه او داسې نور ډېر څه دي، چې د کرکټ له امله چلېږي او خلکو ته یې د کارو بار زمینه برابره کړې ده.

خو که اوسني وضعیت ته وګورو دا هرڅه د کرونا له امله په ټپه ولاړ دي او کرکټ ته یې په نړيواله کچه میلیونونه ډالر تاوان اړولی دی.

بل ډېريو کرکټ بورډونو له لوبغاړو او روزونکو معاشونه کم کړل.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ