اپریل 18, 2021

کندهار لومړۍ درجه ولایتي سېالۍ په ستري بریا سره پيل کړې

لیکنه: عبدالله عادل
د چېلنج کپ لومړۍ درجه (ګرېډ ون)   یو ورځنیو ولایتي سېالیو په لړ کي پرون د اې ګروپ د دوو لوبډلو بلخ او کندهار تر منځ په خوست ولایت کي لوبه ترسره سوه چي د کندهار لوبډلي په بریا پای ته ورسېده.
د لوبي ټاس د بلخ لوبډلي وګټی او لومړۍ یې د توپ اچوني پرېکړه او مقابله لوبډله کندهار یې توپ وهني ته دعوت کړه.
د کندهار لوبډلي په پوره پنځوس اورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۹ منډي جوړي کړې او د بلخ لوبډلي ته یې د ۳۱۰ منډو لوی هدف وټاکه .
د کندهار لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي لوبډلمشر منیراحمد ۵۸ ، باقیب الله هم ۵۸ وقارالله ۵۷ او نصیب الله ۴۱ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې .
د بلخ لپاره په توپ اچونه کي محمد علیم ۳ ، عبدالله مزاري ۲ او اسدالله یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د بلخ لوبډلي د ۳۱۰ منډو هدف په ځواب کي یوازي ۱۰۳ منډي جوړي کړې او ټوله لوبغاړي يې اوټ سوه چي په دې سره د کندهار لوبډلي د یادو سېالیو لومړۍ لوبه د ۲۰۶ منډو په ستر توپیر سره وګټل .
د بلخ لپاره تر ټولو ډیري منډي محمد وسیم وکړې چي ۲۰ وې او د کندهار لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي باقیب الله ۴ ، عبدالباقي ۲ ، دستګیر ۲ ، وقارالله او احمد خان یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبي غوره لوبغاړی  باقیب الله ونومول سو چي د ۵۸ چټکو منډو جوړولو تر څنګ یې د مقابلي لوبډلي څلور لوبغاړي اوټ کړي وه.