جلال اباد کې د رمضان جام سیالۍ جریان لري

د روژې په یوولسمه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه سراج العمارت بڼ کې د رمضان جام سیالۍ پیل شوي دي.

دا لوبې د مسلمیار ګروپ د یونیم میلیون افغانیو په مالي لګښت تمویل شوي دي، چې د جلال اباد ښار د اته مخکښو کرکټ کلبونو ترمنځ جریان لري.

هره لوبډله اتلس لوبغاړي لري، چې هره لوبډله په یوه لوبه کې یوولس لوبغاړي لوبوي.

دا لوبې د شپې لخوا د لمانځه څخه وروسته پیلیږي او تر پېشنمي پورې دوام کوي.

د ختیځ زون د کرکټ بورډ د رئیس حکمت الله دولتزي په وېنا د دې لوبو تمویل مسلمیار ګروپ کوي، چې په رأس کې یې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار دی.

د دولتزي په خبره چې مسلمیار ګروپ ورسره ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د ډېرو نورو مالي ملاتړ ته هم مټې رابډ وهي.

په جلال اباد کې دا لوبې د ننګرهار ملي تلویزیون څخه خپرېږي او همدارنګه د فیسبوک له لارې ورته هم د کمینټري زمینه برابره شوې ده.

د کرکټ بورډ د مسوولینو په خبره دا لوبې د امن په فضاء کې جریان لري او د امنیتي ځواکونو لخوا کلک امنیتي تدابیرنیول شوي دي.

لوبډلې

ټولې اته لوبډلې دي، چې عبارت دي له مسلم ټایګرز، سیداغا عرب ایلیون، شینواري زلمي، افغانستان پشه یانو لوبډله، عباد قریشي، کرسټال مشرقي زلمي، ختیځ اکاډمي او فقیر وهاب.

هره شپه یوه لوبه ترسره کېږي.

یادې لوبې به د روژې میاشتې تر اته ویشتمې نېټې دوام وکړي.

رمضان جام سیالۍ او تاریخچه یې

دا سیالۍ به په تېر کې په جلال اباد کې د هدایت الله زهیر لخوا هم جوړې دې، چې هغه ورته د بهسود سیند پرغاړه لوبغالی هم چمتو کړی و؛ خو ۲۰۱۸ کې د رمضان جام سیالیو په لړ کې په هغه چاودنه وشوه، چې خپله هدایت زهیر پکې ژوند له لاسه ورکړ او د مبارز اتل، قرار عزیزي او ځېنې نور کسان پکې ټپیان شول.

کله کله په ختیځ کرکټ اکاډمي کې د روح الله ترخیل لوبغالي کې لوبې ترتیبېدې او همداراز په کابل کې هم رمضان جام سیالۍ ترسره شوي دي.

د لوبو اهمیت

تاسې پوهېږئ، چې نن سبا په ټول افغانستان، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د کرکټ لوبه بارزه ده او ډېر لوبغاړي او اکاډمیانې شتون لري.

خو دا ټول لوبغاړي په ملي لوبډلو، نولس کلنو، الف لوبډلو کې نشي جذبیدای.

همدارنګه ډېری لوبغاړو ته په لېست ای، فرسټ کلاس کې لوبو کې د لوبېدو موقع په لاس نه شي ورتلای؛ نو داسې لوبې د کلب لوبغاړو ته یو ښه فرصت دی، چې خپله وړتیا پکې وښيي.

نو په دې لوبوکې هغه لوبغاړي راڅرګندېږي، چې د هېوادوالو له سترګو پناه دي.

بله مهمه خبره دا ده، چې کرکټ ورسره ښه غوړېږي او د افغانستان یا د ختیځ د کرکټ په بهبود کې مهم رول لوبوي.

وروستي مطالب