د کرکټ نړیواله شورا لوبغاړو او لوبډلو ته د درجه بندۍ مقام څنګه ورکوي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا لوبغاړو ته داسې یو چوکاټ او سیستم رامنځته کړی، چې د میاشتې په اوږدو کې یو لوبغاړی او یا هم یوه لوبډله ښه او یا هم کمزورې لوبې کوي؛ نو د دواړو اغېزې ورپسې جمع کېږي.
که لوبډله یا هم لوبغاړی مثبتې لوبې کوي؛ نو مثبتې نومرې اخلي او مخکې تګ کوي.
خو په عېن خت وکې که یو لوبغاړی یا لوبډله کمزورې لوبې کوي، بیا نو په درجه بندۍ کې وروسته  پاتې کېږي او نورې مقابل لوري ترې په سیالیو کې مخکې کېږي.

د کرکټ نړیواله شورا د لوبډلو او لوبغاړو درجې

د لوبغاړو لپاره درجه بندي د هغوی په کارکرده ګۍ پورې تړلې ده، که یو توپوهونکی په لوبو کې ښه وځلېږي، اوسط یې ښه وي، سټرایک رېټ یې ښه وي او د لوبډلې په ګټه ښې لوبې نندارې ته وړاندې، د لوبې غوره لوبغاړي جایزې هم اخلي او ورسره لوبغاړی په درجه بندۍ کې هم مخکې کېږي.
همداسې د توپ اچوونکو لپاره هم همدا چوکاټ دی، وېکټې اخېستل، ښه ایکانومي، ښه اورېج هغه څه دي، چې بالران په رېنکېنګ یا درجه بندۍ کې ثابتوي او پرمختګ کوي.
یاران له نورو رسنیو 222 د کرکټ نړیواله شورا لوبغاړو او لوبډلو ته د درجه بندۍ مقام څنګه ورکوي؟
خو که د دې خلاف لوبغاړی ښه کارکرده ګي ونه کړي، درجه یې کمېږي.
د لوبغاړو لپاره رېنکېنګ شتون په لوبو کې شتون دی، که لوبغاړي د یو دلیل له مخې له لوبو محروم شي؛ نو نوم یې د درجه بندۍ له نوملړ څخه لرې کېږي.
۲۰۱۴ کال کې ایم اېس ډوني له ټېسټ لوبو تقاعد واخېست او ورسره یې جوخت نوم هم له ټېسټ لوبو درجه بندۍ نوملړ څخه لرې کړل شو.

د لوبغاړو درجه بندي د سلو له مخې

د  کرکټ نړیواله شورا د لوبغاړو په برخه کې تر سلو (۱۰۰ ) پورې لوبغاړي درجه بندۍ کې لیکي؛ خو اوس یې د الراونډرانو برخه تر شلو پورې محدوده کړې.
خو د لوبډلو لپاره اصلا درجه بندي تر لسو غوره لوبډلو پورې وه؛ خو کله چې پکې ایرلېنډ، افغانستان او نورې لوبډلې هم رامخکې شوې؛ نو اوس له لسو بره لوبډلو درجه هم حسابېږي.

د لوبغاړي د درجه بندۍ اصول

کله چې دوه لوبغاړي یو شان منډې وکړي؛ خو یو لوبغاړی اوټ شي او بل ناسوځېدلې پاتې شي؛ نو بونس یا اضافي نومرې هغه توپوهونکي ته ورکول کېږي، چې ناټ اوټ پاتې شوی وي.
رېټېنګ کې هغه لوبغاړی بریالی حسابېږي، چې د مقابلې لوبډلې په سخت بالېنګ اټېک کې ښه ولوبېږي، مثلاَ که د یوې لوبډلې توپ اچونه ډېره پیاوړې وي او پر وړاندې یې توپوهونکی ښه ودرېږي او ښې منډې وکړي، نو توپوهونکي ته رېټېنګ کې ډېرې نومرې ورکول کېږي او درجه بندۍ کې ښه مخکې تګ کوي.
د توپوهونکي لپاره بونس یا اضافي نومرې؛ هغه توپوهونکی اضافي نومرې اخلي، چې دویمه پاڼۍ کې ښه توپوهنه وکړي؛ مثلاَ که د ټارګېټ اېښودونکې لوبډلې توپوهونکی سلیزه ووهي او ورپسې د ټارکېټ پوره کوونکې لوبډلې یا چېس کوونکې لوبډلې توپوهونکی  سلیزه ووهي؛ نو دا دویم لوبغاړی زیاتې نومرې ترلاسه کوي.
د رېټېنګ نومرې؛ هغه لوبغاړی چې د خپلې لوبډلې لپاره په ستونزمن حالت کې ښه لوبه وکړي او لوبډله له ستونزو وباسي ښه رېټېنګ نومرې ترلاسه کوي او درجه بندۍ کې پرمختګ کوي.
که په یوه لوبه کې هره لوبډله ښه لوبه وکړي، مثلا که یوه لوبډله هم ۵۰۰ منډې وکړي او بله یې هم وکړي، دلته انډول برابر شو؛ خو که یوه لوبه کې دواړه لوبډلې منډې کمې وکړي او په سخت حالت کې لوبډله لوبه وکړي، نو لوبډله ارزښتناکې نومرې ترلاسه کړي.
که چېري یو لوبغاړی په یوه لوبه کې ډېرې منډې وکړي، لوبغاړی اضافي نومرې ترلاسه کوي؛ خو که لوبغاړی د یوې ځواکمنې لوبډلې پر وړاندې ښې منډې وکړي لا زیاتې نومرې ترلاسه کوي.

د توپ اچوونکو د درجه بندۍ مسایل

د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې وېکټ او منډې کنټرولول ډېرې مهمې برخې دي.
د یو بالر لپاره د هغه لوبغاړی اوټول یا سوځول ډېرې نومرې ورکوي، چې پیاوړی توپوهونکی یا هم مشهور او خطرناک توپوهونکی وسوځوي.
ځېنې وخت یو لوبغاړی ښې وېکټې واخلي؛ خو وېکټې یې د ټیم د وروستیو توپوهونکو یعنې بالرانو څخه اخېستې وي، خو بالمقابل بل توپ اچوونکي دوه وېکټې اخېستې وي؛ خو تکړه لوبغاړي یې سوځولي؛ نو د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هغه بالر ته ورکول، چې خطرناک توپوهونکي یې سوځولي وي.
که  چېري یو توپ اچوونکی په هغې لوبه کې زیاتې وېکټې واخلي، چې ټارګېټ لوړ وي، ښې نومرې اخلي.
یاران له نورو رسنیو 223 scaled د کرکټ نړیواله شورا لوبغاړو او لوبډلو ته د درجه بندۍ مقام څنګه ورکوي؟
مثلا که د افغانستان او اسټرالیا لوبه وي، راشدخان په هغې لوبه کې درې وېکټې واخلي او ۵۰ ورکړي، چې اسټرالیا پکې ۳۵۰ منډې کړې وي.
خو په مقابل کې که محمدنبي هم د اسټرالیا پر وړاندې هغې لوبه کې درې وېکټې واخلي او ۵۰ منډې ورکړي، چې هدف ۱۵۰ وي؛ نو نسبت محمدنبي ته راشدخان په لوړ ټارګېټ کې د وېکټې اخېستلو له امله ښې نومرې اخلي او درجه بندۍ کې مخکې تګ کوي.
خت او ډېره کارکرده ګي؛ که یو توپ اچوونکی تر بل زیات اورونه وکړي، هیوي یا دروند کار ترسره کړي، ایکانومي او وېکټې یې ښې وي، د له بل بالر څخه زیاتې نومرې اخلي.
د کرکټ نړیواله شورا په ټېسټ لوبو کې درجه بندي تر هغې نه خپروي، چې یوه ټېسټ لوبه د جریان په حالت کې وي. مثلا که د افغانستان او هند ترمنځ ټېسټ سیریز پای ته ورسېږي،  خو د پاکستان او انګلستان ترمنځ سیریز روان وي، په دې وخت کې د کرکټ نړیواله شورا درجه بندي نه خپروي، کله چې سیریز ختم شي بیا درجه بندي خپروي.

د لوبغاړو لپاره په درجه بندۍ کې د نومرو اړتیا

که یو لوبغاړی په درجه بندۍ کې ۵۰۰ نومرې واخلي، هغه ښه لوبغاړی بلل کېږي، که ۷۵۰ نومرې واخلي په لسو غوره لوبغاړو کې راځي او بالمقابل غوره لوبغاړی  بلل کېږي او که یو لوبغاړی ۹۰۰ نومرې ترلاسه کړي، تر ټولو ډېر غوره  بلل کېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي او افغان لوبغاړي

د شل اوریزو لوبو د درجه بندۍ د توپ اچونې برخه کې راشدخان لومړی مقام لري، هغه ۷۳۶ نومرې لري، مجیب الرحمن دویم مقام لري، هغه ۷۳۰ نومرې لري، محمدنبي عیسی خېل ۲۴ م مقام لري او ۵۵۷ نومرې لري، کریم جنت د ۴۹۹ نومرو په لرلو سره شپږدرشم مقام لري او ګل بدین نایب د ۳۷۴ نومرو په لرلو سره ۳۷۴ یم مقام ترلاسه کړی دی.

شل اوریزو لوبو الراونډرانو کې د افغان لوبغاړي شتون

دا چې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې اوس یواځې شل لوبغاړي لیکل کېږي، نو اوس پکې نوم د محمدنبي شته او لومړي مقام کې دی.
نبي ۲۹۴ نومرې لري.

د شل اوریزو لوبو توپوهونکو کې د افغان لوبغاړو ځای

حضرت الله ځاځی اتم مقام کې دی، ۶۷۶ نومرې لري، محمدنبي د ۵۲۹ نومرو په لرلو سره ۲۸ م ځای  لري، رحمان الله ګربز د ۵۰۳ نومرو په لرلو سره ۳۶ م، نجیب الله ځدران د ۴۸۳ نومرو په اخېستلو سره ۴۶ م، اصغر افغان ۴۵۱ نومرې لري ۵۶ م او سمیع الله شینواری د ۳۶۶ نومرو په لرلو سره ۸۵ یایم مقام لري.

د یو ورځنیو لوبو الراونډران

محمدنبي ۳۰۱ نومرې لومړی مقام لري او په شلو نورو الراونډرانو کې د افغان لوبغاړو نومونه نشته.

د یو ورځنیو لوبو بالران

مجیب الرحمن د ۷۰۱ نومرې درېیم، راشدخان ۶۳۰ نومرې نهم، محمدنبي ۶۰۳ نومرې نولسم، دولت ځدران ۴۳۳ نومرې، نهه شپېتم، افتاب عالم ۴۲۸ نومرې ۷۵ یایم او حمید حسن ۳۹۳ نومرې ۸۶ یایم نمبر دی.

د یو ورځنیو لوبو توپوهونکو کې د افغان لوبغاړو شتون

رحمت شاه ۴۳ م مقام لري، شهزاد ۵۷ م، نجیب الله ځدران ۶۲ م، محمدنبي ۶۸ م، حشمت الله شهیدي ۷۲ یایم، اصغر  افغان ۷۸ یایم، ګلبدین  ۹۶ یم او راشدخان سلم نمبر توپ وهونکی دی.

د ټېسټ لوبو توپوهونکي

رحمت شاه زرمتی ۷۹ یایم، اصغر افغان ۸۰ یایم، ابراهیم ځدران ۸۷ یایم او جاوید احمدي ۹۷ یم مقام لري.

ټېسټ لوبو بالران

راشدخان ۳۵ م، یمین احمدزی ۵۲ م، حمزه هوتک ۶۳ م او ظاهرخان ۸۵ یایم نمبر دی.
 
 
 

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.