سپورټ کرکټ وزش او تمرین

په یوه لوبه کې د ۲۰ شپږیزو او ۳ نیمه سلیزو وهونکی لوبغاړی !

د اسټرالیا هیټر توپوهونکي او بېګ باش لیګ کې د برېسبېن هیټ لوبډلمشر کرېس لیئن په اسټرالیا کې د چمتووالي په یوه لوبه کې شل شپږیزې ووهلې او ۱۵۴ منډې یې وکړې.

نوموړي ټول ۵۵ توپونونه لوبولي او په دغو توپونو کې یې ۲۴ بونډریانې لوبولي دي.

لیئن یواځې په پولو سره ۷۶ منډې کړي دي.

هغه دغه منډې ټومبول لوبډلې په ګټه د سن شاین لوبډلې پر وړاندې دغه لوبه کړې ده.

کرېس لیین د اسټرالیا د کوینزلېنډ سیمې اوسېدونکی دی او ۳۰ کاله عمر لري.

نوموړي په ۲۰۱۶ بېګ باش لیګ کې په فسټ بالر شېن ټېټ هم ۵ شپږیزې سر پر سر وهلې وې.

د اسټرالیا بېګ باش لیګ او د لیین فوم

د اسټرالیا لیګ لسم پړاو اووه ورځې وروسته په اسټرالیا کې د اته لوبډلو په ګډون پیلیږي.

PHOTOS] Chris Lynn to Dale Steyn and Sam Curran, some surprising releases  by franchises in IPL 2020

په دغه لیګ کې کرېس لین د برېس بېن هیټ لوبډلې لوبډلمشر هم دی او یو ځل یې په خپله لوبډلمشرۍ کې اتلولي هم ګټلې ده.

دغه لوبې د ډېسمبر په لسمه پېلېږي او راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، نوراحمد لکڼوال، ظاهرخان او مجیب الرحمن پکې اخیستل شوي دي.

کرېس لین هغه لوبغاړی دی، چې له پوره ځواک څخه برخمن دی او په سخته توپوهنه کې نوم لري.

هغه په داسې حال کې د ټومبول لوبډلې په ګټه سخته توپوهنه کړې، چې بېګ باش لیګ یو ځل بیا پېلېدونکی دی.

نوموړی د بېګ باش لیګ سربېره په هندوستان لیګ کې په کلکته نایټ رایډرز لوبډله کې لوبېږي د ۲۰۱۸ کال لومړۍ لوبه کې یې ۹۰ منډې وکړې، چې له هغې وروسته یې اوږه ماته شوه او له نورو لوبو بهر شو.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ