د کرکټ بیټ معیاري اندازه، وزن او پراخوالی یې !

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د کرکټ لوبه، چې بې شمیره مینه وال لري، په کلیوالۍ سطحه هم پرته له بیټ څخه یې ترسره کول ناشونې ده، ځکه چې دغه لوبه د بال او بیټ سره سر وکار لري.

که په دغه لوبه کې ویکټې یا لرګي هم نه وي، مینه وال یې له تیږو او نورو شیانو څخه استفاده کوي، خو د بال او بیټ نشتون سره دغه لوبه هم نشي کیدی.

د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي، چې ډیر ښه ځلیږي، د بیټ د دروندوالي او خصوصیاتو په اړه یې هم وخت نا وخت معلومات ورکول کیږي.

 البته د بیټ د اوږد والي، پراخوالي او دروند والي اخیري اندازه د ټولو لپاره یوشان ده، خو زیات وخت یې دروند والی د لوبغاړو لپاره په توپیر سره وي.

 د یو معیاري بیټ د اوږد والي اندازه ۳۸ انچه یا ۹۶۵ ملي میتره ده، چې له دې زیات نشي کیدی او پراخوالی یې ۴.۲۵ انچه یا ۱۰۸ ملي میتره څخه زیات غیري معیاري حسابیږي.

 همدا راز د بیټ د وزن یا دروندوالي اندازه د ۱.۲ کیلو ګرام څخه تر ۱.۴ کیلو ګرام پورې ده، خو د بیټ خوښول د یو لوبغاړي لاس ته برابریدل دي، چې د ۱.۲ څخه تر ۱.۴ کیلو ګرام ترمنځ وي.

 یو شمیر هغه لوبغاړي، چې په نړیوال کرکټ کې مشهوره دي، د بیټ د دروند والي آندازه یې هم رسنیزه شوې ده:

 ۱ – ویسټ انډیزی توپ وهونکی کریس ګیل، چې په فزیکي ډول ډیر قوي او مظبوط دی، د بیټ د دروند والي اندازه یې هم څه باندې ۱.۲ کیلو ګرامه دی.

 ۲ – د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ویرات کوهلي، چې په خپلې توپ وهنې یې د سلیزو او پنځوسیزو مسلسل لړۍ روانه ساتلې، د بیټ د دروند والي اندازه یې ۱.۳ کیلو ګرامه ده.

۳ – د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د بریدګر توپ وهونکي، چې په وروستیو کې یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ او لا هم په سوداګریزه لیګونو کې لوبیږي، آبراهم بین جیمین ډيویلیرز، چې په ۳۱ بالونو یې د نړیوال کرکټ تیز ترینې چټکې سلیزې ریکارډ هم په خپل نوم کړی، د بیټ وزن یې ۱.۲ کیلو ګرام یاد شوی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.