د کرکټ توپ جوړیدل؛ ولې هر فارمټ لوبو ته په جدا رنګ بال استعمالیږي؟

سپینه تجريدي ډیزاین

د کرکټ توپ یوه کلکه او جامده ماده ده، چې د لوبې لپاره کارېږي، دا بال په منځ کې د کارک لرګی او پلاسټیک کارېږي، لرګی او کلکه برخه بیا په اصیله او با کیفیته څرمن کې تاوېږي یا په څرمن پوښل کېږي، څرمن بیا د ځانګړي او کلک تار په وسیله ګنډل کېږي.
څرمن د ځانګړو ماشینونو په وسیله غوڅېږي، بیا خاص ماشینونه د دغو څرمنو څخه دوه دایروي برخې جوړوي او په دغو دوه دایروي څرمنو کې د توپ کلکه، جامده او ګرده غونډوسکه وراچوي او د څرمن دواړه غوڅې دایرې د ځانګړي تار او ځانګړو ماشینونو په وسیله سره ګنډي او توپ ترې جوړوي.
کله چې توپ سازوي دې ته ځانګړی سرېښ هم ورکوي، د څرمنو په منځ کې لومړی سریخ اچوي او بیا پکې کوچنی توپ ایساروي ترڅو توپ د توپ اچونې او توپ وهنې پر مهال لړزه ونه کړي؛ نو کوچنی بال د څرمنو په منځ کې د سریښ په وسیله کلکوي او بیا یې ګنډي.
دا چې د کرکټ توپ په درې رنګونو نړیوال کرکټ کې کارېږي، نو درې واړه یې ځانګړو موخو لپاره استعمالېږي:
اول سور رنګ بال

دا توپ د ټېسټ لوبو لپاره کارېږي، دا چې ټېسټ لوبې څلور یا پنځه ورځنۍ وي؛ نو جامې ورته سپینې اچول کېږي، که چېري توپ هم سپین شي بیا د بالر په لاس کې توپ وهونکی توپ په درست ډول نه شي لیدلای، ځکه د جامو یا لباس او توپ رنګ سره یو شان وي او توپ وهونکي ته ستونزه جوړولی شي.
دوهم سپین رنګ توپ

سپین رنګی توپ تل په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې کارېږي، دا ځکه سپین توپ کارېږي، چې یو ورځنۍ لوبې زیاتره ډی نایټ یا د ورځې او شپې ترسره کېږي، نیمایي د ورځې وي او نیمایي د شپې وي؛ نو د شپې بیا ګروپونه روښانه کېږي، کله چې شپه وي بیا سور او تور رنګونه روښانه نه ښکاري؛ نو سپین رنګ ځکه ټاکل کېږي، چې ګروپونو او لایټس ته توپ ښه ښکاره شي او توپ وهونکی یا ډګر ساتونکی یې بیا ښه لیدلای شي.
ګلابي رنګ توپ
ګلابي رنګ توپ بیا سپین او سور توپ ترمنځ رنګ لري، چې لایټس یا ګروپونوته تر سور بال ښه برېښي او ښکاري.
دا د هغو ټېسټ لوبو لپاره کارېږي، چې د ورځې او شپې له خوا ترسره کېږي.
د کرکټ د توپ د ماهرینو په وېنا کله چې ژیړ ته ورته ګروپونو ته سور بال وښودل شي بیا توپ وهونکي ته توپ د پېچ د رنګ په څېر ښکاري، چې په اسانۍ یې نه شي لیدلای.
معیاري توپونه او جوړښت یې
د معیاري توپ لپاره څرمن په څلورو ټوټو وېشل کېږي، هره ټوټه د نارنج څلورمه حصه جوړوي او بیا هره ټوټه سره د ځانګړو ماشینونو په وسیله یو ځای کېږي، هر توپ باید د تارونو شپږ کرښې یا پټۍ ولري، چې ګرېپ ورته ویل کېږي.
توپ هم یوه دایره ده او دایره بیا د هندسي شکلونو په اصطلاح ۳۶۰ درجې کېږي، نو دا چې توپ د څرمنې له څلورو ټوټو جوړیږي، دغه هره ټوټه باید ۹۰ درجې وي، چې بیا څلور واړه سره یو ځای کېږي؛ ۳۶۰ درجې چې پوره دایره کېږي، جوړوي.
د توپ ځانګړنې
هغو نارینه وو لپاره چې عمرونه یې له ۱۳ کلونو پورته وي، هغوی لپاره د توپ وزن ۱۵۶ ګرامونو څخه نیولې تر ۱۶۳ ګرامونو پورې وي.
د توپ قطر بیا ۲۲۴ ملي متر څخه نیولې تر ۲۲۹ ملي متر پورې وي.
د ښځينه وو لپاره چې عمرونه یې له ۱۳ کلونو څخه پورته وي، ۱۴۰ ګرامه وزن څخه تر ۱۵۱ ګرامو پورې وزن لري او قطر یې ۲۱۰ ملي متر څخه نیولې تر ۲۲۶ ملي متر پورې وي.
هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۳ کلنۍ څخه ښکته وي، هغوی لپاره د توپ وزن ۱۳۳ ګرامو څخه نیولې تر ۱۴۳ ګرامو پورې وي او قطر یې د ۲۰۵ ملي متر او ۲۲۱ ملي مترو ترمنځ وي.
د کرکټ توپونو د جوړولو کمپنۍ
مختلفې کمپنۍ کرکټ توپونه جوړوي، سپین کوکابورا بال په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې کارېږي او سره کوکابورا توپونه بیا ټېسټ لوبو کې کارېږي.
نږدې لس کرکټ هېوادونه کوکابورا توپ کاروي، خو ویسټ انډیز او انګلستان بیا ډوکس په نامه توپ کاروي او هندوستان بیا ایس جي کمپنۍ توپونه کاروي.

په یو ورځنیو لوبو کې د بال نوي کول
لومړیو کې سپین بال په یو ورځنیو لوبو کې له لومړي سره تر اخره کارېده، خو کله چې توپ ډېر وکارول شي بیا خړېږي او یا هم هغه خپل رنګ له لاسه ورکوي، چې توپ وهونکی یې بیا په اسانۍ نه شي لیدلای نو، ۲۰۱۲ م کال کې داسې پرېکړه وشوه، چې په هره پاڼۍ کې باید دوه نوي بالونه وکارول شي.
۲۰۱۲ کال اکټوبر میاشت کې پرېکړه وشوه، چې د پاڼۍ له پیل څخه د ۳۴ م څلوردېرشم اور تر پایه باید یو توپ وکارول شي او له هغې وروسته نوی توپ راوړل شي، دا چاره په دواړو پاڼیو کې کېږي، یعنې څلور توپونه په یوه لوبه کې بدلېږي او کارېږي.
ګلابي یا پېنک بال او لوبو ته راتګ یې
ګلابي بال په ۲۰۰۰ م کال کې د ټېسټ او فرسټ کلاس سیالیو لپاره راغی او د شپې له خوا لوبو کې وکارول شو.
دا ځکه چې دا توپ نسبت سور بال ته د شپې له خوا ښه ښکاري او د سپین او سور توپ تر منځ د بیلتون یوه پوله هم ده.
د توپ قېمتونه
د معیاري کرکټ بال لپاره انګلستان په ۲۰۱۴ م کال کې قېمت ۱۰۰ پاونډه وټاکه، دا توپ په ټېسټ لوبو کې د ۸۰ اورونو لپاره کارېږي، پنځه ساعته او شل دقیقې لوبه باید پرې وشي.
هغه کسان چې د لوبې شوقیان دي او پېسې نه لري هغوی بیا د لوبو کولو لپاره له زاړه توپونو کار اخلي او لوبه پرې کوي.

انګلستان ډوکس بال کاروي دا بال نسبت نورو بالونو ته ډېر سوېنګ اخلي او کله چې انګلستان ته نا اشنا لوبډلې ورځي او دې توپ سره اشنایي ونه لري بیا ژر، ژر سوځېږي او لوبې بایلي، افغان لوبغاړي باید له نړیوال جام وړاندې دا توپونه ولوبوي او تجربه یې کړي، تر څو د نړیوال جام پر مهال ښه توپ وهنه وکړي او د سوېنګ مقابله وکړي.