هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
لوبې

کرکیټ: پاکستان شل اوریزې په بریا پیل کړې او د هندوستان اې پي ایل ته نهه ورځې پاتې دي

د هندوستان ای پي ایل هم ورځ تربلې رانیږدی کیدونکی دی او په شمار ۹ ورځې ورته پاتي دی؛ د هندوستان په ای پي ایل سیالیو کې ۸ لوبډلې برخه لري.

د هندوستان ددې کورنیو سیالیو اتلولي تیر کال د سن رایز حیدرآباد لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

سږ کال په دې لوبو کې د افغانانو لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دا دی چې دا ځل همدې سن رایز حیدرآباد لوبډلې زموږ دوه مشهوره توپوهونکي او توپ ویشتونکي (ال راونډران) محمد نبي عیسی خیل او راشېد خان ارمان شینواری هم اخیستي دی.

بلخوا:

سریلینکا به د بنګلدیش په وړاندې په ډمبولا کې د سه شنبې په ورځ چې د روانې مارچ میاشتې له ۲۸ مې نېټې سره سمون لري، خپله دویمه یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان پر وخت په یوه نیمه بجه ترسره کړي.

ددې امکانات هم شته چې دغه لوبه په افغانستان کې د کوم تلویزوني چېنل څخه هم خپره شي. هېره دې نه وي چې ددې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځ چې کومه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې وه هغه هم بنګلدیش د ۹۰ منډو په توپير په خپل نوم کړې وه.

په عین حال کې
پاکستان دشل اوریزې لوبې پرانیسته په بریا پېل کړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د رسمي سفر لومړۍ شل اوریزه لوبه چې تېره شپه ( د مارچ په ۲۶) په برایډ ګي ټون لوبغالي کې د ویسټ انډيز په خلاف ترسره کړه. لومړۍ توپوهنه ویسټ انډیز وکړه، او په لومړۍ پاڼۍ کې ویسټ انډیز د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پېل ښه و، شعیب ملک د پاکستان لپاره ۳۸، کامران اکمل ۲۲، احمد شهزاد ۱۳، بابر اعظم ۲۹، محمد حفیظ ۵، او سرفراز بیا ۴ منډې جوړې کړې، او د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره یې د لوبې په ۱۷.۱م اور کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ؛ چې ددې سره پاکستان په یاده لوبه په ۶ شپږ ویکټو او ۱۷ توپونو لوبه وګټله، او د لوبې غوره لوبغاړی ۱۸ کلن شهاب خان ونومول شو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */