سینما او موسیقي کلتور او هنر

د هند د کرکټ لوبډلې دوه لوبغاړي د فلم نړۍ ته راځي

د هند د کرکټ لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي به ډېر ژر د فلم نړۍ کې راښکاره شي او د کرکټ تر څنګ به د فلم ستوري هم شي.

د راپورونو له مخې د هند د کرکټ د لوبډلې توپ اچونکي عرفان پټهان او هربجن سنګ به په تامل فلمونو کې کار وکړي.

عرفان پټهان د هند د کرکټ لوبډلې پخوانی تیز بالر دی چې په خپل وخت د هند لوبډلې لپاره کلیدي رول لوبولی و.

نوموړی د بالینګ الرونډر وه چې په ۲۰۰۷ کال کې هغه مهال چې هند نړیوال جام وګاټه دغه لوبغاړی یې د سکواډ برخه وه.

یاد لوبغاړي له ۲۰۰۲ میلادي څخه تر ۲۰۱۲ کاله پورې د هند په لوبډله کې پاتې شوی او ټولې ۲۹ ټیسټ او ۱۲۰ یو ورځنۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ تر سره کړي.

بل لورته هربجن سنګ چې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې زیږېدلی، نوموړي تر دې دمه هند لپاره د ټولو فارمټونو لوبه کړې ده.

ده د هند لپاره ۱۰۳ ټیسټ او ۲۳۶ ورځني نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبې کړي دي.

خو اوس راپورونه وایې چې دواړه به ډېر ژر په فلمونو کې کار وکړي.

د معلوماتو له مخې عرفان به په وکرم۵۸ مشهور فلم کې کار وکړي، ویل کیږي د دغه فلم لارښوونې چارې به اجي ګنانامتهو پر مخ یوسي.

دغه پخواني تیز توپ اچوونکي په خپل ټویټ اکونټ باندې په فلم کې د کار کولو تائید کړی او لیکلي یې دي چې د یوه نوي مقابلې لپاره په تمه او جوش کې دی.

دغه ډول هربجن سنګ به د کارتا یوګي په لارښوونه جوړېدونکي تامل فلم کې راښکاره شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی