مارچ 5, 2021

قېس احمد او کرېس ګېل په یوه لوبډله کې یو ځای شول

یاران سپورټس
د افغانستان د ننګرهار ولایت کامې له ولسوالۍ څخه لېګ برېک بالر قېس احمد اوس د نړۍ په کچه یو مشهور کرکټ لوبغاړی دی، دی په بنګله‌دېش لیګ، بېګ باش لیګ، کارابین لیګ، ټي ټېن لیګ، ګلوبل لیګ او نورو لیګونو کې په دلچسپۍ اخیستل کېږي او لوبېږي.
تېر کال سي پي ایل کرکټ سیالیو کې ولوبېد، چې ډېره اغېزلرونکې توپ اچونه یې وکړه.
هغه په ویسټ انډیز سوداګریز کرکټ لیګ یا سي پي ایل کې د سېنټ لوسیا زوکس لوبډله کې لوبېږي او ډېرین سمي یې لوبډلمشر دی، خو تېرو څو ورځو کې کرېس ګېل هم له جمېکا ټلاواس لوبډلې ولاړ او له سېنټ لوسیا سټارز لوبډلې سره یو ځای شو.
سي پي اېل سیالۍ هر کال له آی پي اېل څخه وروسته په ویسټ انډیز هېواد کې ترسره کېږي.
سږ کال که د کرونا ویروس وېره نه وي، د یادو لوبو اتم پړاو ترسره کېږي.

د سي پي ایل تېرو پړاوونو ته کتنه

دا لیګ په ۲۰۱۳م کې پیل شوی، چې هر کال پکې شپږ لوبډلې لوبېږي، ټرېنباګو نایټ رایډرز، جمېکا ټلاواس، ټوباګو او ټرېنېډاډ، سېنټ کېټس او لیویس، سېنټ لوسیا زوکس، باربادوس ټرایډېنټس او امازون جنګیالي یا وریئرز لوبډله.
راشدخان په امازون لوبډله کې اخیستل شوی، محمد نبي په سېن کېټس او لیویس پېټرېټس لوبډله کې لوبېدلی او قېس احمد په سېنټ لوسیا کې.
د سي پي اېل اتلولي درې ټرېنباګو نایټ رایډرز، دوه ځلې باربادوس، یو ځل ټوباګو او یو ځل جمېکا ټلاواس ګټلې ده.
سږ کال باربادوس لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي