
لیکنه: سمیع الله درانی
د پاکستان کرکټ بورډ وایي، چې د انګلستان کرکټ بورډ تایید کړه چې د پاکستان لوبډله به د جون پر ۲۸ مه د یکشنبې پر ورځ انګلستان ته ننوځي.
په تېر کې د پاکستان کرکټ لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په کرونا ناروغۍ اخته وو، چې له دې وجې د دواړو لوبډو ترمنځ لوبو برخلیک ټکنی شوی و.
اوس د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، هغه پاکستاني لوبغاړي انګلستان ته د تګ اجازه نه لري، د جون په ۲۷ مه د شنبې ورځ یې د کرونا د ټېسټ پایلې مثبتې ختلې وي.
د پاکستان کرکټ بورډ روانه میاشت د انګلستان پر وړاندې درې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبوته ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د جون په اته ویشتمه به د پاکستان کرکټ لوبډله وارسیسټ سیمې ته ورسېږي. د جولای په ۱۳مه به د لومړۍ ټېست لوبې لپاره چمتووالی ونیول شي.
ټېسټ لوبې د اګسټ په ۵ مه نېټه پېلېږي، خو کابو یوه میاشت به د پاکستان کرکټ لوبډله څارل کېږي، دوی به ۱۴ ورځې قرنطین وي.
بیا به یې کرونا ټیسټونه کېږي او د مثبتې پېښې د نشتون په صورت کې لومړی ۴ ورځنۍ تمریناتي لوبه پیل شي.
د انګلستان او پاکستان لوبې
له نن څخه شاوخوا ۳۷ ورځې وروسته پاکستان او انګلستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د اګسټ په ۵ مه نېټه پیل کړي. د لوبې د پیل وخت د پاکستان پر وخت د ورځې دوې بجې دی.
دویمه ټېسټ لوبه د اګسټ په ۱۳ مه نېټه پېلېږي او درېیمه ټېسټ لوبه د اګسټ په ۲۱ مه نېټه پېلېږي.
درې شل اوریزې لوبې
د اګسټ په ۲۹ مه نېټه لومړۍ شل اوریزه لوبه مازیګر ۴ بجې، دویمه شل اوریزه لوبه د اګسټ په ۳۱ مه د ماسپښین په یوه نیمه بجه او درېیمه شل اوریزه لوبه د سپټمبر په ۲ یمه نېټه مازیګر ۵ نیمې بجې پیلېږي.