فبروري 26, 2021

د کرکټ نړیواله شورا: د ۲۰۲۱م نړیوال جام به د مالي ستونزو له امله ترسره نشي

یاران سپورټس
د کرکټ نړیوالې شورا د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ته ویلي، چې د ۲۰۲۱م شل اوریز کرکټ جام به هندوستان کې نه ترسره کېږي، ځکه هندوستان مالیه کې پاتې راغلی.
تمه ده چې هندوستان به د ۲۰۲۱م شل اوریز کرکټ جام کوربتوب وکړي، خو د کرکټ نړیواله شورا بیا په مالي برخه کې هندوستان ګرم کړی، چې ټېکس یا مالیه یې نه ده تحویل کړې.
د کرکټ نړیوالې شورا د هندوستان کرکټ بورډ څخه غوښتي وو، چې د مې میاشت تر ۱۸ مې پورې د مالي تائید لپاره د کرکټ نړیوالې شورا ته ډاډ ورکړي، خو د هندوستان حکومت له خپل کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې دې برخه کې د جون تر ۳۰ مې نېټې پورې صبر وکړي.
مالي بحران د نړۍ کرکټ ته هغه مهال پېښ شو، کله چې د ۲۰۲۰م په پیل کې کرونا ویروس سر راپورته کړ او کرکټ برخه یې هم له مالي بحران سره مخ کړه.
شل اوریز کرکټ جام او څلور کلن مالي بحران
له ۲۰۱۶م وروسته نړیوال شل اوریز کرکټ جام نه دی ترسره شوی، د کرکټ نړیواله شورا یې علت مالي او اقتصادي ستونزې بولي.
مکمل ۴ کاله یاد جام د مالي ستونزو له امله ځنډېدلی و او کله چې ۲۰۲۰م کې دې جام ته بشپړ چمتووالی ونیول شو، نو د کرونا ویروس له امله دا جام لاهم ډاډمن نه دی.
اسټرالیا سږ کال د جام ترسراوي کوربتوب ته اوږه ورکړې، خو اوس د جام د ترسره کېدو په اړه داسې ګنګوسې هم شته چې ښایي سږ کال ترسره نشي.
د کرکټ نړیواله شورا وایي که جام ترسره نشي، نو د کرکټ نړیوالې شورا او دخیلو هېوادونو ته ستر مالي تاوان ور رسېږي.
اوس د کرونا له امله د ۲۰۲۱م شل اوریز جام لپاره تدابیر په پام کې دي.
۲۰۲۱م کې هندوستان د نړیوال شل اوریز جام کوربتوب کوي، خو که د کرکټ نړیوالې شورا ته د کوربتوب څخه وړاندې د تړون ضمانت او پېسې ورنه کړل شي؛ ښایي له هندوستان څخه یې کوربتوب واخیستل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*