فبروري 27, 2021

په کابل کې د کرکټ لوبغاړو تمریناتي کمپ او د خلکو غبرګونونه

لیکنه: سمیع الله درانی

افغان کرکټ بورډ د جون په ۶ مه د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغان لوبغاړو په کابل کې د راتلونکو احتمالي لوبو لپاره تمرینات پیل کړل.
په دغه کمپ کې ۲۲ لوبغاړي شامل دي، چې هره ورځ پکې پړاو په پړاو په نوبت پنځه پنځه لوبغاړي برخه اخلي.
دغه کمپ تر یوې میاشتې دوام کوي.
په دغه تمریني یو میاشتیني کمپ کې ځېنې لوبغاړي نه دي اخیستل شوي.
نجیب الله ترکی، شوکت زمان، وفادار مومند، ضیاء الرحمن شریفي، نورعلي ځدران او ځېنې نور لوبغاړي نه دي اخیستل شوي.
نجیب ترکي ته ویل شوي چې تاسې د شل اوریزو لوبو لپاره وړ نه یاست.
ورسره شوکت زمان چې نسبتاَ ښه توپ وهونکی دی نه دی اخېستل شوی.
دا چې د چټکو توپ اچوونکو اړتیا هم ده، نو دوه ځوان لوبغاړي وفادار مومند او ضیاء الرحمن شریفي پکې نه دي نیول شوي.
نورعلي ځدران او د حشمت الله شهیدي برخلیک هم ځوړند دی.
دا چې دا او ځېنې نور لوبغاړي نه دي اخېستل شوي د کرکټ پر رسمي فېسبوک پاڼه یې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
خلکو لیکلي له وړ لوبغاړو سره زیاتی کېږي او په یوه بهانه نه په یوه ورته پلمې جوړېږي او له لوبو لرې پاتې کېږي.
خو د شهزاد محمدي اخېستلو ته بیا غبرګونونه مثبت دي او خلک یې خوښ کړي دي.

نجیب ترکی او شپږیزه لیګ کې یې وړتیا

نجیب الله ترکی د شل اوریزو لوبو لپاره وړ لوبغاړی دی او چټکه توپ وهنه کوي.
د ۲۰۱۹ م کال شپږیزه لیګ کې یې چټکه او با ثباته توپ وهنه د ننګرهار ټایګرز لوبډلې ته د اوړو پوزه اېښې وه.
یوازینی لوبغاړی و چې د ننګرهار لوبډلې پرې ملا تړله.
بل پلو نجیب الله ځدران و چې ننګرهار لوبډله پرې ډېره ولاړه وه او متکي وه.
اوس د شل اوریزو لوبو چټک توپ وهونکی یادو لوبو لپاره وړ نه بلل کېږي.
په ختیځ کې د کرکټ څارونکي او ورزشي خبریالان هر یو ودان مینوال، اباسین امرخېل، خان وزیر عابد، احسان ساپی، ولید خپلواک او ګڼ نور د کرکټ دا ډول پرېکړې ړندې بولي او لوبغاړو ته د تعادل غوښتنه کوي.
شوکت زمان هم وړ لوبغاړی دی؛ خو له نړیوالو لوبو ډېر وخت کېږي لرې پاتې شوی دی او یواځې ډومېسټېک یا کورنیو لوبو کې لوبېده، خو اوس په کور دننه تمریناتي کمپ کې نه دی اخېستل شوی.
د دغو لوبغاړو په اند دوی نشي کولای چې د بورډ د ځېنو چلندونو له امله په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه لوبې وکړي.
دا چې د چټکو توپ اچوونکو اړتیا ده نو پکار ده چې افتاب عالم، وفادار مومند او ضیاء الرحمن شریفي ته وخت ورکړل شي.
نورعلي ځدران شپږیزه کې ښه وځلېد خو اوس څوک پاڼه نه اړوي.
حشمت الله شهیدي ۲۰۱۸ اسیا جام کې او د پاکستان خلاف تمریناتي دوستانه لوبه کې د افغانستان لپاره اتل و؛ خو اوس پرې د کمپ باور هم نه دی شوی.
اوس هم ډېری ناچله سِکې د کمپ برخوال دي.
د ختیځ ورزشي خبریالان په دې اند دي، چې د ځېنو ځوانو لوبغاړو اخېستل نمایشي دي او قوي احتمال شته چې راروانو احتمالي لوبو کې وانخېستل شي.
قېس احمد، دروېش رسولي او عظمت الله عمرزی کمپ ته نیول شوي، خو لوبوته یې اخېستل په خدای دي.

د کرکټ بورډ عذر

افغانستان کې کرکټ مخ پر پراخېدو دی او لوبغاړي خورا زیات دي، دوی نشي کولای چې د لسګونه لوبغاړو پرځای سلګونه ونیسو.
د کرکټ بورډ خبره یو څه پر ځای ده؛ خو که د سلګونه لوبغاړو له منځه وړ لوبغاړي انتخاب شي نو پایله به یې خامخا مثبته او خلکو ته د قبول وړ وي.
درنو لوستونکو! تاسې هم د نظر حق لرئ او کولای شئ خپل نظریات راته پرېږدئ.


لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*