په کرکټ کې تصادفي پېښې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: سمیع الله درانی

په کرکټ کې د یوه لوبغاړي د منډو، وېکټو، سلیزو، شپږیزو، څلوریزو او نورو برخو مساوي کېدل تر ډېره پورې زیات نه واقع کېږي، خو بیا هم ځینې وختونه په تصادفي ډول د ځینو لوبغاړو ریکارډونه سره مساوي، چې معلومات یې په ژباړلو او لوستلو ارزي.
دلته به له ځینو هغو پېښو خبرشئ، چې کرکټ کې په تصادفي ډول واقع شوي دي او تمه ده چې تاسو ته په زړه‌پورې وي.
لومړی د هندوستان هغه لوبې چې درې لوبغاړو یې پکې غبرګې سلیزې وهلې او هندوستان پکې بری هم حاصل کړی.
په ۲۰۱۰م کې سچېن ټېنډولکر خپله لومړۍ غبرګه سلیزه ووهله او لوبه یې په ۱۵۳ منډو یې لوبه له مقابلې لوبډلې وګټله.
په ۲۰۱۱ م کې ورېنډر سېواګ خپله لومړۍ غبرګه سلیزه ووهله او لوبه یې له مخالفې لوبډلې په ۱۵۳ منډو وګټله.
په ۲۰۱۴ م کې روهېټ شرما د سریلانکا پر وړاندې خپله لومړۍ ډبل سلیزه ووهله، د یو ورځنیو لوبو ریکارډي منډې ۲۶۴ یې وکړې او لوبه یې له سریلانکا څخه په ۱۵۳ منډو وګټله.
درې واړو اوپنرانو په مختلفو کلونو کې خپلې لومړنۍ غبرګې سلیزې وهلي او لوبې یې په ۱۵۳ منډو ګټلي دي. دا نو یوه جالبه پېښه ده.

دویمه تصادفي پېښه

ریوي چندرن اشوېن په ټېسټ لوبو کې د ۳۰۰ وېکټو په اخیستلو سره ۳۶ کاله وروسته د لیلي په نامه توپ اچوونکې ریکارډ په یو شان نېټه مات کړ.
لیلي ۱۹۸۱ م کې د نومبر په ۲۷ مه نېټه ۳۰۰ ټېسټ وېکټې ثبت کړې.
اشوېن درې سوه ټېسټ وېکټې د ۲۰۱۷ م د نومبر په ۲۷ مه نېټه پوره کړې.
نو د دواړو درې سوه وېکټې په یو تاریخ په مختلفو کلونو کې پوره شوي دي.

د ډوني ریکارډ

په ۲۰۰۵ م کې یې د پاکستان پر وړاندې د پاکستان فیصل اباد سیمه کې ۱۴۸ منډې وکړې او یو ورځنۍ لومړۍ لوبه کې یې هم د پاکستان پر وړاندې ۱۴۸ منډې کړې دي.
بله تصادفي پېښه
د ډوني، سورف ګنګولي او ویرات کولي د یو ورځنیو لوبو لوړې منډې ۱۸۳ او ۱۸۳ دي.
دوی درې واړه د هندوستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشران پاتې شوي دي.

بله نااشنا پېښه

په ۲۰۱۱ م کې د افریقا او اسټرالیا ټېسټ لوبه افریقا دغه لوبه په ۱۱۱ منډو وګټله، د لوبڅار نېلسن ۱۱۱ مه لوبه چې پکې امپایر و.
کله چې افریقا لوبه وګټله ۱۱ بجې، ۱۱ دقیقې وې، ۲۰۱۱ کال و، ۱۱ مه میاشت وه او ۱۱ م تاریخ و.
تمه ده چې معلومات مو خوښ شوي وي.


About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.