فبروري 27, 2021

د کرکټ نړیواله شورا او د لوبډلو د ترتیب شوي پلان په اړه بیاکتنه

لیکنه: بهار سمسور

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله کم و زیات ۴۰ سیریزونه، لیګونه، کورنۍ لوبې ځنډيلې، او لغوه شوې دي، چې د کرکټ نړیواله شورا يې هم حیرانه کړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په نوي خپور شوي بیان کې لولو، چې دا شورا به تر ۲۰۲۳ کاله د ترتیب شوي، اف ټي پي (د فویچر ټورز پروګرام) بیا له سره کتنه وکړي.
خبر زیاتوي چې د کرونا ویروس له امله د لغوه شویو مهمو سیریزونو په اړه به یوه د حل لاره پیدا کوي، چې له مخې يې په انډولیز شکل هره لوبډله په مناسب وخت کې ولوبېږي.
د روانې میاشتې په ۲۳ مه د کرکټ نړیوالې شورا د اجرایه مشر او هم د بورډونو د غړو ترمنځ په ناسته کې پر دې ټکي بحث شوی، چې د ټېسټ چمپینز شیپ په اړه به هم فکر کېږي.
ویل کېږي چې د کرکټ نړیوالې شورا ټول راتلونکي پلانونه د روان کال تر جون میاشتې ځنډول شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*